ډاکتر عبدالرحمن
د نړيوال دود له مخې ټول هغه کسان او ډلګۍ چې پټ اسناد افشا کوي، منبع يې په ګوته کوي. د بېلګې په توګه به ويکي ليکس را واخلو، چې په نړۍ کې د افشا کولو تر ټولو ستره مرجع ده. هغوی هر وخت په يو واري توګه په زرګونو اسناد چې نړيوال محرميت لري، افشا کوي. په دې اسنادو کې داسې څه هم موجود وي، چې نړيوال ګواښونه رامنځته کوي. هغوی په څرګنده توګه مالوموي، چې دا اسناد يې له کومه کړي.

په افغانستان کې د پټو او محرمو اسنادو خپرېدل ډېره سابقه نه لري. ښاغلي وحيد مژده ته منسوب غږيز کليپ په افغانستان کې ددې چارې پيل و.

د ټاکنيزو سياليو له پيله د هېچا هم دې خبرو ته پام نه و، چې بالآخره به کار دې حد ته رسېږي. ښاغلي ضياالحق امرخېل ته منسوب غږيز کليپ له خلکو سره هغه اندېښنې زياتې کړې، چې ګواکې د افغانستان امنيتي ادارې د سېستم پر ځای افرادو او ډلګيو ته ژمنې دي.

د افغانستان امنيتي ادارو په لږ ځنډ خپله غاړه خلاصه کړه. د افغانستان د ملي امنيت ادارې د خبرپاڼې په خپرولو وويل، چې دا کار د ملي امنيت په چوکاټ کې نه دی تر سره شوی او ښاغلي امرخېل ته منسوب کليپ د ملی امنيت له ثبت شويو اسنادو څخه نه دی.

د يوې ورځې له تېرېدو وروسته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم دا بار له خپلو اوږو کوز کړ او د اعلاميې په خپرولو يې دا خبره رد کړه، چې ګواکې امرخېل ته منسوب کليپ د کورنيو چارو وزارت ثبت کړی دی.

په اصلاحاتو کې د همپالنې ټيم دادی، ددې لړۍ څو نور کليپونه هم خپاره کړل. ياد ټيم لا هم ادعا لري، چې نور داسې کره اسناد هم ورسره شته، چې په نږدې راتلونکي کې به يې وار په وار خپروي.

اوس پوښتنه داده، چې که دا کليپونه رښتيا وي او د افغانستان د ملي امنيت ادارې او کورنيو چارو وزارت نه وي ثبت کړي، نو همګرايانو دا کليپونه او اسناد له کومه کړل؟

د قضيې تخنيکي او مسلکي اړخونه:

د افغانستان د ملي امنيت اداره او د کورنيو چارو وزارت دواړه خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دا کار دوی نه دی ترسره کړی. د خپرو شويو او خپرېدونکو کليپونو او اسنادود قضيې پېچلتيا څلور اساسي پوښتنې را ولاړوي، چې هره يوه يې بايد په معقوله توګه ځواب شي.

۱ . استراق سمع څنګه کېږي؟
۲ . آيا د همګرايۍ ټيم دا وړتيا لري، چې د خلکو محرم اړيکي وڅاري؟
۳. آيا د همګرايۍ ټيم له افغاني سېستمه دباندې کوم پټ افغاني استخباراتي ټيم لري، چې داسې کارونه تر سره کوي؟
۴ . آيا د همګرايۍ ټيم د بهرنيو استخباراتي شبکو په لومو کې بند دی او دا اسناد دوی ته هغوی ورکوي؟
ددې پوښتنو ځوابول دومره آسانه کار نه دی او پکې خورا دقت ته اړتيا ده.

۱ ځواب: استراق سمع لکه له نوم نه يې چې مالومه ده، په پټه د يو چا د خبرو اورېدلو ته وايي. په ټوله نړۍ کې د استخباراتو اړوندې ادارې دې چارې ته لاسرسي لري. د افغانستان په هره مخابراتي کمپنۍ کې د ملي امنيت ادارې استازي شته، چې يوازې ياد استازي کولی شي، د مرکزي ادارې له امره وروسته د استراق سمع عمليه پلې کړي.

که يو څوک د يوه کس تليفوني اړيکي چې يوازې له يوې تليفون شمېرې يې نيولې وي، څاري نو دا چاره امنيتي ادارو ته خورا آسانه خبره ده. خو که يو څوک د بېلا بېلو خلکو بې شمېره اړيکي څاري، نو دا په دې مانا ده، چې بېلابېل کسان له بېلا بېلو تليفوني شمېرو اړيکي نيسي او د دوی د اړيکو څارل آسانه کار نه دی.

په افغانستان کې دا مهال خواوشا شپږ د تليفوني خدماتو کمپنۍ کار کوي، نو که يو څوک بېلابېلې تليفوني اړيکي د ملي امنيت ادارې له چوکاټه بېرون څاري، دا په دې مانا ده، چې د شپږو مخابراتي کمپنيو په اندازه به يې پانګونه کړې وي او يو داسې تخنيکي جوړښت به يې را منځته کړی وي، چې د افغانستان ټول تليفوني اړيکي له هغه تېر شي. چې دا کار څه د پاسه يو میليارد امريکايي ډالرو پانګونې سره معادل او همدومره لګښتونه لري.

۲ ځواب: هغه مهال چې د مقاومت مشر احمدشاه مسعود لا ژوندی و. شمال ټلوالې بشپړ تشکيلات درلودل، چې په نړيواله کچه هم شمال ټلواله د افغانستان د قانوني حکومت په توګه پېژندل کېده. دوی هرڅه لرل. د دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت او د استخباراتو رياست.

په هغه وخت کې چې طالبانو ۹۷ سلنه افغانستان لاندې کړی و، ټلوالې ته له بېلابېلو هېوادونو پيسې او وسلې راتلې او ويل کېدل، چې د ټلوالې ټول مشران د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو او سازمانونو سره لاره لري.

د همګرايۍ ټيم اکثريت برخه پخواني جنګي قومندانان جوړوي، چې د مقاومت پر مهال يې ګډ فعاليت کاوه. په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې له جوړېدو او د ډالري وېش له پيله هر قومندان خپله لاره بېله کړه، ځکه نه يې غوښتل چې په ګټو کې خپل بل ملګری ور شريک او خپله برخه په لوی لاس نيمايي کړي. په دې توګه هغه جوړښت چې احمد شاه مسعود را منځته کړی و، له منځه ولاړ. پلار له زويه بېل شو، ورور له وروره.

د لنډمهالې ادارې له پيله د مقاومت بېلابېل غړي په بېلا بېلو لارو روان شول. څوک ولمسمشر کرزي ته ورغلل، چا د مارشال فهيم لمنه ونيوله او څوک بيا خپلسري شول. په دې توګه د ټلوالې هغه زور د احمد شاه مسعود د ژوند پر مهال يې درلود څه ناڅه اوبه شو.

۳. د مقاومت له پای ته رسېدو وروسته ټول مقاومتي تشکيلات منحل شول او د مرکزي حکومت په چوکاټ کې تشکيلات له سره پيل شول. په دې توګه هېچا حق نه درلود خپلسري تشکيلات ولري. د بې وسلې کولو په نوم پروسه پلې شوه. هغه تشکيلات چې شمال ټلوالې د مقاومت پر مهال لرل، له منځه ولاړل. ځکه نو امکان نه لري، چې د همګرايۍ ټيم دې چې پخوانۍ شمال ټلوالې نوې بڼه ده، له سېستمه دباندې پټ لوی استخباراتي تشکيلات ولري.

۴ . له مسلکي پلوه ويل کېږي، چې استخباراتو کې ګوتې وهل د سرېښو په ډنډ کې لامبو ته ورته چاره ده. د سرېښو له ډنډ نه وتل خورا ستونزمنه چاره ده. د استراق سمع د پروسې مصارفو او اړتياوو ته په پام دا ناشونې ده، چې يوه وړه ډلګۍ دې د خلکو تليفوني اړيکي و څاري او ثبت کړي. د افغانستان د ملي امنيت اداره او د کورنيو چارو وزارت دواړه په خپلو چوکاټونو کې ددې کليپونو ثبتول نه مني. د کليپونو د رښتيا ختلو په صورت کې څرګنده ده، چې د همګرايۍ ټيم له بهرنيو استخباراتي شبکو سره تاوده اړيکي لري او دا اسناد بهرنۍ استخباراتي شبکې هغوی ته په واک کې ورکوي. له يادو شبکو سره د همګرايۍ ټيم اړيکي ښايي نوې نه وي، ممکن دوی به دا اړيکي آن د مقاومت له مهاله جاري ساتلي وي.

مشهور پښتو متل دی، چې وايي” پيشو د خدای د رضا لپاره موږک نه نيسي” که د همګرايۍ ټيم له بهرنيو شبکو دا اسناد تر لاسه کوي، نو په دې کار کې د يادو شبکو ګټه څه ده؟

همګرايانو ته د اسنادو په ورکولو کې د بهرنيو استخباراتي شبکو احتمالي ګټې:

په افغانستان کې د بهرنيو استخباراتي شبکو فعاليتونه دوه برخې لري. يوه برخه يې ګاونډيان او بله برخه يې نړيوال فعاليتونه تشکيلوي.

که پورته ياد شوي کليپونه ګاونډيو استخباراتي شبکو همګرايانو ته سپارلي وي، په دې کار ګاونډيان غواړي، چې همګرايان واک ته ورسوي او هېواد د بحران په لور حرکت وکړي. د ګاونډيانو لپاره به هغه مهال آسانه وي، چې د افغانستان په چارو کې په ښه توګه مداخله وکړي.

که دا کليپونه نړيوالو استخباراتي شبکو همګرايانو ته سپارلي وي، هغوی به دوه احتمالي ګټې ولري.
لومړی داچې نړيوال په هېڅ صورت نه غواړي همګرايان د افغانستان واکمن شي. يانې نړيوال له دوی سره هېڅ کومه دلچسپي نه لري، يوازې د لاس د آلې په توګه يې کارول غواړي. دويم دا چې په هېواد کې به روان حالت له خنډونو سره مخ او امنيتی حالت به ګډوډ شي. په دې صورت کې به نړيوال وتوانېږي د کوم تړون له لاسليک پرته په افغانستان کې پاتې شي.

که د نړيوالو استخباراتي شبکو له لوري ياد اسناد همګرايانو ته سپارل شوي وي، په دې توګه نړيوال غواړي دوه لوري زيانمن کړي.

لومړی: افغان ولسمشر حامد کرزی: افغان ولسمشر حامد کرزي په وروستيو کې تر ډېره خپله خپلواکي ساتلې او دې خپلواکۍ نړيوالو ته ستونزې را ولاړې کړي دي. دا چې حامد کرزی د حکومت لومړی کس دی، ټاکنيز کمېسونونه او او ټول چارواکي يې تر لاس لاندې دي، د رښتيا ختلو په صورت کې ددې اسنادو خپرېدل دا مانا لري، چې ولسمشر هم ټاکنيزو درغليو کې لاس لري. همګرايان به د ولسمشر په مقابل کې را پورته شي او د کرزي حکومتي ځواک به کاواکه کړي. کرزی به ونه توانېږي چې پر حالاتو د کنټرول لپاره له بل چا مرسته تر لاسه کړي. مجبور به شي چې يوه پلا بيا نړيوالو ته د مرستې لاس ور اوږد کړي. په داسې حالت کې به نړيوال د خپلو اساسي غوښتنو په بدل کې له کرزي سره مرسته وکړي او خپلو موخو ته به ورسېږي. ولمسشر کرزی چې ښايي د ملي زعيم په توګه به راڅرګند شي، خپل ولسي اعتبار به لاسه ورکړي، په دې توګه به نړيوالو له ده نه دده خپلواکۍ کسات اخيستی وي.

دويم: د همګرايۍ ټيم: همګرايان نه پوهېږي چې نړيوال ولې دوی ته داسې اسناد په واک کې ورکوي. طبيعي ده، چې د همګرايانو له لوري د داسې اسنادو خپرېدل دا پوښتنه را ولاړوي، چې دا اسناد له کومه شوي دي. نړيوال همګرايانو ته د لارو کوڅو د خلکو په سترګه ګوري او په هماغه ډول وسره چلند کوي. ښکاره ده، که همګرايان ووايي، چې دا اسناد موږ ته فلانۍ شبکې راکړي، همګرايان د هماغې شبکې لاسپوڅي ګڼل کېږي. په هغه وخت کې به هماغه شبکه بېرته څرګنده کړي، چې دا کار دوی نه دی کړی. په دې توګه به همګرايان په ټولنه کې د پرديو د لاسپوڅو په نامه مشهور او هغه څه ناڅه ولسي ملاتړ چې له ځان سره لري، له لاسه ورکړي او د تل لپاره به د سياست له ډګره ورک شي.

قانوني او حقوقي چلند:

د افغانستان د اساسي قانون د ۳۷ مې مادې په رڼا کې د افرادو ټول فردي اړيکي خوندي دي او څوک يې د څارلو حق نه لري.
د کليپ د رښتيا په صورت کې د افغانستان د ملي امنيت اداره چې د افغانستان د ملي ګټو ساتونکې ده، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چې د محکمې له حکمه وروسته د افرادو اړيکي څارلی شي؛ خپلو مسووليتونو او ملي ارزښتونو ته پام بايد هغه مرجع پيدا کړي، چې دا ناقانونه کار يې تر سره کړی. او د افرادو تليفوني مکالمې يې څارلې دي.

په لومړي سر کې بايد ياد ارګانونه د اصلاحاتو او همګرايۍ ټيم مشران توقيف کړي. له هغوی څېړنې پيل کړي، چې ياد اسناد يې له کومه کړي. د توقيف لپاره يې د افغانستان د جزايي اجراآتو قانون يادو ارګانونو ته څرګند حق ورکړی. ځکه دوی په مشهود جرم مجرمين ګڼل کېږي.

که ثابته شوه چې دا اسناد دوی ته بهرنيو استخباراتي شبکو ورکړي، نو دوی ملي خيانت ترسره کړی او د ملي خيانت لپاره سزا هم قانوي چوکاټونه لري.

0 thoughts on “همګرايان په ټاکنو کې د ټګۍ برګۍ اسناد له کومه کوي!؟”
  1. تقلب شما از این کرده زیاد تر است اول از شما را تعقیب عدلی و قضایی نمایید بعدا تیم اصلاحات حاضر است جواب خود را بدهد

  2. عزتمند داكتر صاحب عبدالرحمن .
    تاسي به ديره شه موضوع او به دير واقعي او قانوني جوكات كي علمي او مسلك ته نزدي تحليل كري ستاسي تبصره دوطن دوستي او وطن بالني لويه جوكه ده.
    كه أجازه راكري ديو مسلكي شخص به توكه جه كلونه ،كلونه داسي موضوعات أودي ته ورته قضيهءي مي خيرلي به جهاني سويه سر دي تسليم هم به خبل كار كي جا ته نه لرم دبعدي أقدامات داجه نه دي شوي او بايد وشي خبل نظريات در سره شريك كرم
    ١- داجه أمنيت دولتي او وزارت محترم داخله د دي عمل خخه اوزه خالي كري او موضوعي رد كري
    ٢- واضح بايد ووايو جه ايا جرم واقع شوي جواب واضح دي بلي جرم واقع شوي
    ٣ – كه دا ووايو جه جرم جا كري او مجرم خوك دي بلي دجرم كولو اول شخص معلوم دي جه به جهاني سويه دا موضوع مطبوعاتو تر غورو رسولي او أفشا كري
    ٤- قانون حكم كوي او أجازه وركوي جه أفشا كننده بايد كرفتار او دتحقيق او خيرني لأندي ونيول شي تر خو نور عاملين دجرم معرفي كري
    ٥- د دي دلي تول مشران با يد دوطن دتولو مانع او أجازه دوتلو ور نه كرل شي
    ٦- داول نفر خخه دا إسناد جمع اوري دتحقيق داوركان به اختيار كي وركرل شي
    ٧- دا يو ملي خيانت ته تشبه يوه قضيه ده جواب واضح دي جه بلي داجه جواب بلي دي جرم ديو تيم به مشر ولار دي قانون حكم كوي جه هغه دي دكانديداتوري خخه محروم شي دا أقدام به أوله قدمه كي ضروري دي خكه جه دملي كتو سره تكر خوري
    ٨- داجه تر أوسه أمنيتي اوركانونو كوم أقدام نه دي كري هغو هم د سؤال لأندي راخي
    ٩- كه أمنيتي اوركانونو دخبل صلاحيت خخه دا لوره بولي مكر اول شخص ته بشنهاد كولي شي دلته دي جه خبل مسوليت رفعه كوي
    ١٠- كه بشنهاد شوي او اول شخص أجازه نه ده وركري دابل سؤال دي
    ١١- داجه اول شخص د دولت تر أوسه دقانون شكني او دملي خيانت دواقع كيدو مخه نه ده نيولي دا د دولت دا طباعو كار دي دملت أطباع خبل نمايند كان لري( هدف مي دمشرانو او وليس جركي خخه) دي
    زه خبلي خبري ختم نه بلكه لندوم دا بورتني مادي جه ما ورته أشاره وكره دا داسي كري دي جه يو دبل سره ارتباط لري١٢- خداي وكري جه قانون ته سبكاوي ونشئ او هر خه عاجل قانوني أقدامات تر سره يشي
    ١٣- كه جيري به انتخاباتو كي دا شخص جه موضوع منخ ته راوري كاميابيزي دا به يو لوي ملي خيانت اوددي ملي خيانت أساسي مسول به شخصاء محترم ريس جمهور اقاي كرزي وي .
    ومن الله تو فيق

  3. مخکی له دی چی د دی اسنادو په واقعیت فکر وشی ، ډیر احتمال لری دا کلیپونه جعلی وی او یواځی د خپلو ډلو د منافعو لپاره جوړی شوی وی، له بلی خوا ډیر داسی احتمالات شته چی کورنیو او یا ګاونډیو استخباراتی ډلو له دی جعلی کلپونو له جوړولو او خپرولو نه اصلی هدف دا وی چی زمونږ خلک او سیاسیون یو پر بل بی اعتماده کړی. دوی غواړی شر واچوی لکه طلوع تلویزیون چی له دواړو محترمو کاندیدانو او یا د دوی له استازونه نه تحریک کوونکی پوښتنی کوی او غواړی داسی څه تر لاسه کړی چی زمونږ یو سیاسی مشر هم هغه نه غواړی ووایی.
    په هر حالت دا کلیپونه باید جدی ونیول شی . شاید همګرایانو ته یی نسبی ګټه کړی وی اما د هیواد د سلامتی او د ورونو قومونو ترمنځ یوالی او وروری ته یی صدمه رسولی ده. جرم جرم دی په هر حالت کی که چاته یی ګټه رسولی هم جرم دی او که بل طرف ته یی صدمه رسولی هم جرم دی . باید قضایی او عدلی ارګانونه د دی جرایمو څیړلو ته تیار شی او پری نه ږدی چی دا موثق استخباراتی معلومات له منځه یو وړل شی. ترټولو مهمه دهیواد د ملی امنیت او کورنیو چارو وزارت او هم د تیلیفونی شبکو حیثیت او اعتبار باید خوندی او بیرته اعاده شی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *