تاند: د بېنټلې په نامه يوې كمپنۍ داسې موټر جوړ كړى چې كه په سړكونو بېروبار زيات وي نو خاوند يې كولى شي چي خپل دفتري كارونه همدلته په خپل موټر كې سر ته ورسوي.
په دغه موټر كې د ((ان بلټ وايي فايي)) سېسټم تر څنګه درې ۱۵ انچه ټلوېزون سكرينونه، وايرلس، اى پيډ لپ ټاپ كمپيوټر سېسټم او تر ټولو اسانه ريموټ كنټرول سېسټم هم ځاى پر ځاى شوى دى.
دا موټر ((مولسني كانسيپټ)) نومېږي، بيه به يې له درې نيم سوه زره ډالرو لوړه وي، خو ويل كېږي دا موټر د دې لپاره جوړ شوى چې د يوې سروې له مخې ويل شوي هر امريكايي وګړى كاري دفتر ته په تلو كې د ورځې ۵۰ دقيقې وخت بربادوي، بلخوا هر برېټانوى وګړى په كال كې پنځه اونۍ دفترونو ته په تلو راتلو كې تېروي.
د دې موټر جوړوونكې كمپنۍ وايي په دې كار سره به يې خلكو ته له وخت څخه د لازمې ګټې اخستنې زمينه برابره شي.