ټول افغانان په یوه کشتۍ کې سره ناست یو،.ددې کشتی په ډوبیدو او ساحل ته په رسیدو پورې د هر افغان سرنوشت تړلی دی ؛خو له بده مرغه د تیرو څو لسیزو راپد ېخوا دا کشتۍ د لوي سمندر په منځ کې د وخت خونخوارو طوفانونو را ایساره کړېده ، نوموړي مهلک سمندري طوفانونه په خپل ټول توان او ځواک هڅه کوي ،چې دا کشتۍ ډوبه او ټوله سوارلي یې د سمندري ژويو خوارک شی. کله چې دا کشتۍ د ساحل په لوري حرکت پیل کړي، غاړې ته لا نه وي رسیدلي، چې د سمندر بې رحمه او ځواکمنې څپې یې بيرته د سمندر منځ ته ور ټیل وهي .د کشتۍ چلوونکو تیروتنه او حماقت داده، چې ځیني وخت د سمندر د طوفاني څپو د موسم پرمهال د ساحل په لوري حرکت پیلوي . که مونږ د سمندر د طوفاني موسم د بدلیدو توان نه لرو ، دومره خو کولای شو،چې داسي کشتي چلونکی پیدا کړو تر څو ساحل ته د وتو لنډې لارې او د سمندر د طوفاني موسم په اړه مالومات ولري.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان ددې ګډ کور پر وړاندې ایماني ، حقوقي او وجداني مسووليت لري . ددې ګډ کور ابادول ، سوکالي ،خپلواکي ، پرمختګ ،ثبات، امنیت او نیمګرغي هغه وخت شوني ده، چې د افغانانو ترمنخ د قومي، ژبنیزو او سمتي تعصبونو، توپیرونو، کرکې او نفرت جوړشوي د ېوالونه له بیخه ونړول شي او ټول افغانان یو بل ته د ورورولۍ او همکارۍ رښتیني لاسونه ورکړي،هغه سیاستوال او مشران له ټولنې وشړل شي، چې د تعصب او نفاق په بل شوي اور باندې د خپلو شومو موخو لپاره تیل پاشي او د هغو سیاستوالو ننګه او ملاتړ وشي ،چې فکر ، احساس او سیاست يې ملي وي .
استاد پوهیالی رباني وحدت