د اوړي د لمر وړانګې یې په ډډو لکه د سکروټو تاو داسې لګېده. یوه نیمه ونه چې به یې په مخ کې راغله دواړه ځوانان به ترې لاندې ودرېدل. تر شا کړي بکسونه به یې خلاص کړل، د سړو اوبو بوتلونه به یې ترې راوایستل. د تندي خولې به یې په کمیس وچې کړې. یوه له بله وپوښتل:
– بس همدا اوبه دې راوړي؟
– نو څه کوې ټول کور مې راپه شا کړی وای؟ په څه مشکل مې همدا راواخیستې که چا لیدلی وای ویل به یې شرابي شوم.
– یاره دا نو څه ژوند شو، خپل واک اختیار هم نه لرو.
– بابا مې وايي ایمان او ذهن دې خرابوي.
– هغه هسې لګیا دی. دې مشرانو موږ ته کوم د سړیتوب کار ښوولی دی؟ وطن یې تباه کړ، هوښیار خو دا امریکاییان دي چې له ژونده خوند اخلي، څه چې یې زړه وي کوي یې.
– بس راځه چې ځو هلکان به راته منتظره وي.
د اوبو تش کړي بوتلونه یې په لاره وغورځول. بیا رهي شول. لار خامه وه. پیاده تګ ته جوړه وه. یوه خوا یې نری لښتی بهېده او بل لور ته د کورونو لرګین دېوالونه و. لاره پاکه وه، د کورونو حویلۍ هم داسې پاکې وې لکه دغه شېبه چې چا جارو پرې تېر کړی وي. ټوله سیمه ارامه وه. د ښار شور ماشور په کې نه و. سره غرمه کې به هسې هم څوک نه و. بې له دوی نور څوک په لاره نه ښکارېدل.
د کورونو د حویلیو په لرګینو دېوالونو باندې خاورین لوښې اېښي و. اوبه او دانه یې مرغانو ته اېښې وه. یوه زلمي د لښتي له غاړې تیږه ورپورته کړه. په لوښې یې وار وکړ. را ټول شوي مرغان ترې والوتل. لوښی مات شو، ټوټې یې هر لور خپرې شوې. دواړو وخندل.
یو سپین پوستی زهیر شوی بوډا له کړکۍ سر راویوست. لمسي یې هم دباندې وکتل. لمسي یې ورو وویل:
– بد دي.
– خیر دی بچی ځوانان دې نه پوهیږي، ورشه بل لوښی هلته کېږده.
ځوانانو د لوښې یوه یوه ټوټه ورواخیسته. ورته ویې خندل.
– ظالم لوښي یې جوړ دي.
سپین ږیري له پاسه ورته کتل. سر یې وښوراوه او کړکۍ یې بنده کړه. لاندې خپل لمسي ته ورغی. د لوښي ماتې ټوټې یې سره ټولې کړې. ځوانان زانګه وانه روان وو له سترګو پناه کېدل. د بوډا او لمسي چې څومره د عمر او ژبې فاصله وه هغومره بیا هم همنظره و.
پای