تاند، شنبه، د حمل ۲۳مه: د هند د کرنې وزیر اعلان کړی دی چې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه او لبنان ته به ۴۰ زره ټنه غنم واستوي.
د هند د کرنې وزیر نریندر سینګ تومر په یو ټویټ کې ویلي، هند له خپلې اړتیا زیات غنم تولید کړي دی چې اوس به د افغانستان او لبنان په غوښتنه دغو دوه هیوادونوته ۹۰ زره ټنه غنم ورکړل شي.
نوموړي ویلي دي چې هند سږ کال شاوخوا ۱۰۶ میلیونه ټنه غنم تولیدوي او دا د دوی تر اړتیا یو څه زیات دي.
هند د افغانستان لپاره تېر کال د یو میلیون ټنه غنمو د ورکړې ژمنه کړې وه چې لویه اندازه یې ترې د چابهار له لارې کابل ته رارسېدلي هم دي.
دا مهال افغانستان د کورونايي وضعیت له کبله د لوږې له سخت ګواښ سره لاس و ګرېوان هېواد بلل کېږي.
چې هریوه ته یې کښینې درته وایی به (غریب هیندوست که ایمان نداره!!!)، هنډررررت
دا یی مجاهد دایی شهیدپرور دایې سلحشور دایی قهرمان دا یی ټرت و لغت… اوس به لکه وږي فارمي چرګان د (بی ایمانه) هیندو په ورستو بوریو،دانو چور ګډوي، بورۍ به اوږه کړي او همدلته به درته ووایي رازق مطلق خدای دی
کوئ لکه کرایي ټازیان جهادونه دا کبیره فسادونه کوئ، یوبل څیرئ داړئ خورئ، دې ته مو کار ویلی، غنم به درته هیندو رارسوي،