تاند- په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د اوازو له خپرېدو وروسته، چې د پاکستاني صدراعظم عمران خان څرګندونو قوت ورکړ، هند په زغرده په افغانستان کې له موقت حکومت سره مخالفت وکړ.
د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند د دولت لپاره د بهرنیو چارو وزیر ویجې ګوکهاله (Vijay Gokhale) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې وویل، هیواد یې په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالف دی.
ده ټینګار وکاوه چې هند په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت ملاتړ کوي چې د خلکو په رایو واک ته رسېدلی وي.
«هند موقت حکومت نه غواړي، هند په کابل کې یو منتخب او د انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی حکومت غواړي. ډیلي هر وخت په افغانستان کې د انتخاباتو ملاتړ کړی دی.»
په دې کتنه کې، چې په واشنګټن کې وشوه، دواړو خواوو د طالبانو او امریکا د وروستیو خبرواترو په اړه هم خبرې وکړې.
خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته وویل، له طالبانو سره د خبرو په منځ کې یوه هم دا وه چې باید دا تضمین ورکړل شي چې د افغانستان له خاورې څخه به د تروریستي بریدونو لپاره کار نه اخیستل کېږي.
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي ګوکهاله له خلیلزاد څخه وپوښتل چې ایا په تروریستي ډلو کې د هند مخالفو ډلې هم شاملې دي، خلیلزاد وویل چې هو، ټولې ډلې شاملې دي.
د انډین ایکسپریس د راپور له مخې، خیلزاد هندي چارواکي ته وویل«د سولې موافقې ته ۴ مسلې پکار دي: د تروریزم ضد ضمانت، د ځواکونو ایستل، د افغانانو ترمنځ خبرې او بشپړ اوربند. د جنورۍ په خبرو کې موږ په دې څلورو مسلو په اصولو کې موافقې ته ورسېدو. اوس موږ د لومړیو دوو مسلو پر مسودې موافقه وکړه.»
د افغانستان حکومت، هند او د ناټو یو شمېر غړي له دې خبر نه دي چې امریکایانو له طالبانو سره پر څه خبرې کړي او پر څه جوړجاړي ته رسېدلي دي.
په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه هغه مهال اوازې ډېرې شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د راتلونکي حکومت د څرنګوالي او له پاکستان سره د هغه د اړیکو په اړه څرګندونې وکړې.
د عمران خان خبرې نه یوازې پر افغانانو بدې ولګېدې بلکې هند یې هم اندېښمن کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ښاغلي ګوکهاله ته ډاډ ورکړ چې له طالبانو سره د سولې له خبرو وروسته په افغانستان کې جوړېدونکی حکومت به هند ته هیڅ راز ګواښ پېښ نه کړي.
د ښاغلي خلیلزاد له دې خبرې داسې ښکاري چې نوموړی له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه هم موافقې ته رسېدلی دی.
له بلې خوا د پاکستاني رسنیو له تبصرو داسې ښکاري چې پاکستانیان ځانونه د افغانستان د جګړې ګټونکي ګڼي او وايي چې په افغانستان کې به داسې حکومت جوړېږي چې د پاکستان د ګټو ساتندوی وي.
پاکستانیانو په اتیایمه لسیزه کې د مجاهدینو له لوري د شوروي اتحاد له ماتې وروسته هم ځانونه فاتحان اعلان کړل او د شوروي ماته یې د خپلو څو جنرالانو بری وباله.
پاکستاني رسنۍ وايي، په وروستیو دوو کلونو کې امریکا پر پاکستان ډېر فشار راووړ چې د طالبانو ملاتړ بس کړي خو اوس داسې ښکاري چې امریکا حاضره شوې چې پاکستان ته غاړه کښېږدي.
AFGHANS HAVE RIGHT TO ELECT PRESIDENT.
NOT ISI&USA
AFGHANS MUST KEEP FREEDOM.
UNITED NATION MUST FALLOW PEACE PROCEDURE NOT KHALILZAD.
KHALILZAD&KARZAI HAVE OWN STRATEGY.
THIS IS FROM BUN 1&2
THIS WAS KHALILZAD 40 YEARS PASHTOONS KILLING.
AFGHANS SPECIAL PASHTOONS MUST SHOW STRONGLY RESPONSE AGAINST KHALILZAD. THANK YOU