تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: هند له کویټ، اروپايي ټولنې، د امریکايي سناتورانو او یوناما وروسته ولسمشر غني ته بیا ځل د ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.

د هند د باندنیو چارو وزارت لخوا د مبارکۍ په خپاره کړي پیغام کې راغلي، هند د افغانانو د جمهوري غوښتنو ملاتړ کوي.

هند زیاته کړې، حکومت یې د ترهګرۍ د بهرنۍ ناوړه پدیدې په مقابل کې له افغان حکومت سره د سولې او مفاهمت له لارې په ګډه ستراتیژیکه ملګرتیا ټینګار لري او دا ملګرتیا به دوامداره وساتي.

د هند حکومت ویلي، دوی به په افغانستان کې د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره له کابل سره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

هند هیله مندي ښودلې چې د افغانستان ټول سیاسي لوري او مشران به د قومي یووالي د پیاوړتیا، مشارکت او ملي منافعو د خوندي ساتلو لپاره سره یوه خوله شي.

2 thoughts on “هند، غني ته د بیا ولسمشر کېدو د مبارکۍ تر څنګ د جمهوریت ملاتړ وکړ”
  1. د جهان آزادی دوسته او دملتونو د حقوقو او دجمهوریت د حامی دولتونو نظر همیشه په واقعیتونو دی نه په شخصی او استعماری اغراضو یاندی ، همدسی چه خپلی ملی ګټی ورته مهمی دی دنورو ملتونود ملی ګټو هم درناوی ساتی یو مثال یی د هدوستان دوست هیواد
    دی چه د افغانستان سره په اقتصادی ، تعلیمی او تخنیکی ، امنیتی او تجارتی برخو کی څه دپاسه دوه ملیارده بلا عوضه کمک کړی دی ،

  2. هند باید د بندونو او معادن په ایستلو کی له افغان دولت سره تخنیکی مرسته وکړی

    یعنی بندونو ډیزاین او سروی په هغو بندونو باندی چی برښنایی ظرفیت لوړ دی

ځواب دلته پرېږدئ