تاند، جمعه، د حمل ۸مه: د هند دولت د افغانستان کام ایر هوايي شرکت ته اجازه ورکړه چې په دغه هیواد کې ایسار افغانان د کورونا په خطري چاپېریال کې د پنځو پروازونو په ترڅ کې افغانستان ته ولېږدوي.

د افغانستان د هوايي ترافیک د تنظیم مشر غلام معصوم معصومي وايي، کام ایر هوايي شرکت به په پنځو پروازونو کې نږدې دوه زره مساپر افغانستان ته راولېږدوي.

د معصومي په خبره افغان سفارت د هند له پولیسو سره هوکړه کړې چې دغه افغان مسافر به په ځانګړو موټرو کې هوايي ډګرونو ته رسول کېږي.

کام ایر هوايي شرکت هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، هغه مساپر چې ټکټونه یې اخیستي دي کولی شي چې د مارچ په ۲۹مه، ۳۰مه، د اپریل په لومړۍ، دریمه او پنځمه نیټه له مالویانګر، بهوګل او نوي ډیلي له لاجپتنګر سیمو څخه د سهار په اووه بجو پروازونو ته چمتووالی ونیسي او افغانستان ته راوستل شي.

 کام ایر هوايي شرکت له ډیلي نه تر کابله پورې خپل ټکټ ۳۸۰ ډالر اعلان کړی او ویلي یې دي هره ټکټ پلورونکې کمپنۍ چې ترې زیاتې پیسې غواړي له دوی سره دې یې په اړه شکایت ثبت کړي.

د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره هند په ټولو ښارونو کې ګرځبندیز لګولی چې له کبله یې دغه هیواد ته ورغلي افغان ناروغان او پایوازان د اوسېدو د ځای او پیسو له ستونزو سره لاس و ګریوان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *