په دالانه کې یې د عطرو بوی ته سپږمې کش کړې. د ناستې له خونې د ګاونډي د لور غږ راته.

سړی هندارې ته ودرید. لکه ځیني چې د عکس اخیستو په وخت خوله ویړه کړي، همهغسې ویې خندل. مخ یې ګونځې  ګونځي شو. د سترګو له سترغلیو سره یې پوست کش ونیو او درې ګامه شاته ودرید.

د ناستې له خونې د ګاونډي لور د ده له میرمنې سره راووته. ده له جیبه دستمال راوایست او پر هنداره یې تیر کړ.

میرمنې یې د ګاونډي په لور پسې ور پورې کړ او په لوړ غږ یې خپل میړه ته وویل:

  • ولې دې ایینه د پردیو مخې ته صافي کوله، ما نه وه پاکه کړې؟
  • خاورې پرې ناستې وې

ښځې پر هندارې ګوتې تیرې کړې او ده ته یې لاس ونیو:

  • کومه دي
  • سپیره معلومه شوه

میرمنې یې په هنداره کې د خپلې غاړي میک اپ ته پام شو چې سم نه دی خپور شوی. یو لاس یې پر غاړه کیښود په بل یې هنداره له میخه پورته کړه او خپل میړه ته یې وکتل. هغه هنداره دیوال ته تکیه کړه. دوی ورته وکتل، مخونه یې اوږده پکې معلوم شول. سړي وخندل، ښځې ورته وویل:

  • څه د خندا خبره ده دا زړه ایینه تحویل خانې ته یوسه.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *