تاند- په باچاخان پوهنتون د چارشنبې د ورځې حمله چې په لسګونو محصلین او استادان په کې قرباني شول، داسې ډلې کړې ده چې د پاکستان د حکومت له خوا حمایه کیږي.‌

دا خبرې د خان عبدالغفارخان (باچا خان)‌ لمسۍ یاسمین نګارخان په هند کې له هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړي دي.‌

یاسمین نګارخان وایي چې،‌ پښتانه هیڅکله هم د خان عبدالغفار خان سپکاوی نه کوي او چیرته چې د نوموړي نوم اخیستل کیږي هلته په ډیر درناوي له خلکو سره چلند کیږي.

په باچاخان پوهنتون د چارشنبې د ورځې له حملې څخه وروسته د پاکستان حکومت د پېښې پړه په طالبانو واچوله او ویې ویل چې حمله کوونکي طالبان له افغانستان څه ورغلي ول، او هم یې ادعا وکړه چې په حمله کې د ارتباط له پاره افغاني سیم کارډونه استعمال شوي دي خو د پاکستان د مخابراتو ادارې وویل چې افغان سیم کارډونه په پاکستان کې کار نه کوي.‌

د باچاخان لمسۍ یاسمین نګارخان چې په هند کې د څه باندې درې میلیونه اوسېدونکیو پښتنو د یوه ګوند،‌ د ټول هند د پښتنو جرګه،‌ مشره ده هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې،‌ حتی ترهګر هم په هغه ځای له برید څخه ډډه کوي چیرته چې د باچا خان نوم لیکل شوی وي.

هغې له هندوستان ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کې اسلام آباد تورن کړ چې دا برید یې قصدا په دې خاطر پلان او تر سره کړی چې پښتانه د یو بل پر وړاندي را وپاروي په خاصه توګه د افغانستان او پاکستان پښتانه چې د وروڼو په توګه ژوند کوي یو د بل اغیار وګرځوي.

یاسمین نګارخان ۴۲ کاله عمر لري او ویل کیږي چې پاکستان ته تګ راتګ نه کوي، خو په افغانستان کې یې یو ځل د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر وخت په یوه لویه جرګه کې برخه اخیستې وه.‌

5 thoughts on “په باچاخان پوهنتون حمله پاکستان کړې ده،‌ یاسمین نګارخان”
  1. ضروری نہ دہ چہ دہ غفار خان نمسئ سہ وائی ھغہ بہ صحیح ھم سی۔ دہ دے دہ خبرو نہ دہ نفرت او وطن دُ شمنئی بوئ رازی۔

  2. عالمونه غرکوینه صیب، ستاسو چې څنګه په نامه کې غلطي ده همداسې مو په فکر کې هم چینجی ننوتی دی،‌ داسې ښکاري چې د پنجابیانو د وظیفې او د ډوډۍ د سړو ټوټو د خوړلو یا د کوم پنجابي د بنګلې د ساتلو اعزاز درته حاصل دی ځکه حضرت باچاخان (رحمت الله علیه) ته بابا قدرې هم نشې لیکلی. او ستا ملک چېرې دی؟ وطن خو درنه پنجابي سل په سلو کې قبضه کړی دی، یاسمین نګارخان خو د پنجابیانو یوه دسیسه ښکاره کړې ده که ستا دا فاسد فکر یې نه مني نو ته ورته دلیل وړاندې کړه چې په کوم دلیل دا کار له آی ایس آی نه پرته بل چا کړی دی.‌

  3. پته نه لګی چه پښتون دومره بی احساسه شی لکه دا عالمونه غرقوینه چه دی………………… بس مرګ ورله چه یوه لپه زهر وخوری او مړ شی………………………..

  4. پښتانه د خپل بابا د پوهنتون هیځکله هم سپکاوی نشی کوه لی موږ ټول پښتانه که د لردی او که د بر دی د بابا درناوی کوه او حتآ د هغه دنامه په آوریدو د افتخار احساس کوه بغیر له څو بی زمیره پښتنو چی د پاکستان د پنجاب د خلکو نوکران دی او د پنجابی د ګیټ څوکیداری باندی مشرف شوی دی هغه کسان کوه لای شی بابا ته درناوی ونه لری او په سپکه یه یاد کړی نور پښتانه د بابا سخت عزت کوی او په خپل بابا پخر کوی ژوندی دوی د فخر افغان پاچاخان بابا تګ لاره موږ په ټول توان لوی افغانستان غواړو
    احمد خان له افغانستان ځخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *