برهما Brahma (پیداکوونکی)
هندوان د ټولو پیدا کوونکي ته برهما (Brahma) وايي او د پاسني تثلیت یو خدای یې بولي. د هندوانو په باور برهما پنځه لاسونه او څلور سرونه درلودل، چې بیا شیوا یو سر او یو لاس ترې غوڅ کړل.
همدارنګه هغوی وايي چې هر یو لاس یې د څلورو خواوو په مفهوم دی او یا د ویداګانو یوه ـ یوه برخه ده.
برهما د ویداګانو مصنف دی او له ډیر پخوا نه د هغه عبادت کیږي.
په هند او خصوصاً شمالي برخه کې یې برهما د سپین ږیري په بڼه انځوریږي. د ده لپاره ځانګړي عبادتځایونه جوړ شوي دي، چې یوازې د همده عبادت پکې کیږي او تر ټولو مشهور عبادتځی یې د هند په راجستان کې دی، چې (پوشکار) نومیږي.
ویشنو Vishnu (د نظم او بقا ساتونکی)
د هندوانو د تثلیت دویم خدای ویشنو نومیږي، چې د حفاظت او ساتنې خدای یې بولي. د دوی دا خدای په لرغونو لیکنو کې په یجورویدا، ریګ ویدا او یاګاوادګیتا کې هم یاد شوی دی.
د هندوانو په عقیده، ویشنو په مختلفو مهالونو کې په مختلفو بڼو راڅرګند شوی دی.
په هندو لیکنو کې راغلي چې د هغه سره چټکې داوبو ورېځې دي او څلور لاسونه لري، چې په څلورو واړو یې د نیلوفر یوه پاڼه، یو ګرز، یو حلزوني صدف او یوه کړۍ نیولي دي.
په هندو عقیده کې روایت داسې دی چې ویشنو ټول کاینات په درې قدمونو کې طی کړي دي؛ په یو قدم کې اسمان، په بل قدم کې زمکه او دریم قدم کې د منځ مخلوق.
ویشنو څو ځله د زمکې پر سر څرګند شوی دی، چې پر هر څرک یې دلته رڼا اچوو:
لومړی څرک
لومړی ځل چې ویشنو د زمکې ژغورنې ته راغی، دا هغه وخت و، چې د باران، سیلاب او توفان له شدته زمکه په اوبو کې ورکه شوه. هغه سمدلاسه یوه کښتۍ جوړه کړه او له هر ژوي څخه یې یوه- یوه جوړه پکې واچول، همدارنګه هغه څه چې ښایسته ول، هم یې کښتۍ ته ورپورته کړل او پخپله د یو غټ کب په بڼه شو او کښتۍ یې د امن لوړ ځای (د هیمالیا څوکې) ته ورسوله.
دویم څرک
له لمړۍ څرګندیدا نه څو زره کاله وروسته ویشنو د کشپ په بڼه پر زمکه راښکاره شو. دا نو هغه وخت و، چې زمکه کې لویه فاجعه ګډه وه، هر هغه څه چې د بشر بقا ته اړین ول په سمندر کې ډوبېدل، مشران له منځه تللي ول او قحطۍ ټوله دنیا ننګوله.
خدایانو هڅه کوله چې د ماندارا له غره څخه چې د سمندر پر غاړه دی، د اوږدو لرګیو په مرسته ډوبېدونکي موجودات او شیان وژغوري،خو ماندارا غر هم په سمندر کې په ډوبېدو شو. همدلته ویشنو د کشپ په بڼه راځي او په بحر کې دننه د تتو او سترو بوټو له پیاوړو او اوږدو رېښو څخه په استفاده دغه غره ته خپله شا تمبه کوي، تر هغو یې چې تم کړ او پورته یې ونیو؛ وروسته بیا نورو خدایانو وکولی شول، چې خپل ټول ورک شوي شیان تر لاسه کړي.
هغه څه یې چې له سمندر نه رابهر کړل:
- دنواناتاري: د خدایانو طبیب. (ځکه، انسان د بقا په خاطر سلامتیا ته حتمي اړتیا لري).
- لکشمي: د ثروت او ښکلا الهه. (ځکه چې بشر د بقا لپاره ښکلا او ثروت ته لازمه اړتیا لري).
- رامبه: سمندري پري. (انسان خوب او خیال ته اړتیا لري).
- د شرابو الهه: (انسان د بقا په خاطر د فکر له زندان نه ازادۍ ته اړتیا لري).
- سپین او زوړ اس: (انسان مرستې ته اړ دی).
- شیطان: (انسان د خیر او شر تعادل ته اړتیا لري).
- کاستوب: ګران بیه ګوهر. (انسان پیسو ته اړتیا لري).
- پري جټا: د هیلو جنتي ونه. (د هیلو ونه ده چې بیا وروسته د ایندرا په جنت کې وکرل شوه، نو انسان هیلې ته اړتیا لري).
- سورابي: د پریمانۍ او نعمتونو غویی. (غویی په هندوستان کې د پریمانۍ سمبول دی، نو انسان ورته اړتیا لري).
- ایراوت: غټ فیل چې څو سرونه لري او وروسته د ایندرا خدایانو مرکب شو. (نو انسان قدرت ته اړتیا لري).
- سانکه: د ویشنو حلزون صدف، چې ویشنو به پکې غږونه کول. (نو انسان اړیکو ته اړتیا لري).
- ویشه: د ښامار له حلق نه راوتلي زهر. (انسان زهر او درملو ته اړتیا لري).