دریمه برخه
دریم څرک
یوه ورځ برهما، پرته له دې چې د کار پایله وسنجوي، دوو ورونو (هی رانیا او د هغه ورور) ته غښتلې او ځواکمنې تنې ورکوي. چې بیا وروسته هی رانیا له دې موقع نه په استفاده د خلکو او خدایانو آزارولو ته پیل وکړ، له برهما نه یې ویدا پټ کړ او ان زمکه یې د سمندر تل ته کښته کړه.
دا چې د بشر نسل یو ځل بیا د انقراض سره مخ شو، نو ویشنو د دریم ځل لپاره په یوه ویروونکې بڼه راڅرګندیږي او لکه د غره غوندې غټ او د زمري غوندې ځواکمن د تېرو او اوږدو غاښونو او اورلنو سرو سترګو سره لکه د لمر په شان د سمندر پر څپو تېریږي او هغه شیطان د خپلو تېرو غاښونو په مرسته له منځه وړي، ویدا خپل پلار برهما ته سپاري او زمکه د سمندر له شره خلاصوي.
څلورم څرک
د څلورم ځل لپاره وېشنو ځکه راڅرګندیږي، چې دنیا ته د (هی رانیا) د کوچني ورور (دویم هی رانیا) له بریدونو او زیاتي څخه نجات ورکړي. دغه شیطان هم لکه د ورور په شان یې د برهما په اغوا کولو سره انسانانو، حیوانانو او خدایانو ته زیات زیانونه ورواړول. د هغه طلسم دومره ډیر ځواکمن و، چې نه په شپه کې وژل کید او نه په ورځ کې، نه هغه حیوان وژلی شوای، نه انسان او نه هم خدایانو او همدارنګه نه د خپلې ماڼۍ دننه وژل کېد او نه بهر.
دغه شیطان چې نور له هر ډول زیان څخه ځان خوندي ولید، نو د خدایانو عبادت یې هم پرېښود او له ټولو یې ځان لوړ وباله.
د دغه شیطان (دویم هی رانیا) زوی نیک سړی و او ان ویشنو سره یې مینه لرله او ورته وفادار و. سره د دې چې پلار به یې مخنیوی کاوه، خو ده له ویشنو نه لاس وانخست او هغه یې په هر ځای کې حاضر وګاڼه او دا یې ورته په ډاګه کړه چې ویشنو مطلق قادر دی.
بالاخره دویم هی رانیا دې ته اړ کیږي، څو خپل زوی له منځه یوسي. نو خپلو مارانو ته امر کوي چې هغه وچیچي او ویې وژني، خو زوی یې له دغه برید څخه سالم وځي او ټول ماران پسې اخلي. بیا شیطان یو غټ فیل هغه سره د جنګ لپاره ورمخکې کوي او فیل توانیږي چې د هغه زوی د پرتګاهها له سره د اوبو تل ته وغورځوي، خو د هومره سختۍ او زحمت سره سره بیا هم زوی یې سالم پاتې کیږي او شیطان یې په وژلو کې پاتې راځي.
بل وخت په ماڼۍ کې دننه، شپه وه چې دویم هیرانیا شیطان مخامخ د وره پایې ته اشاره وکړه او په غوصه یې له خپل زوی نه وپوښتل: (آیا ویشنو د دې پایې دننه هم شتون لري؟) زوی یې په ځواب کې وویل: هو بې له شکه چې شته. دویم هیرانیا ورغی او هغه پایه یې په زوره په لغته ووهله؛ سمدلاسه پایه وښورېده او له منځه یې ویشنو د ناراسینهه (نیم انسان او نیم زمری) په بڼه راڅرګند شو او هملته یې هغه شیطان له منځه یووړ.
دا شیطان په داسې توګه له منځه لاړ چې نیم د ماڼۍ دننه و او نیم بهر؛ د وژل کېدو وخت یې نه شپه وه او نه ورځ، وژونکی یې هم نه انسان و، نه حیوان او نه هم خدای، بلکې داسې موجود و، چې نیم حیوان و او نیم انسان.
د یادونې ده چې دا اوس هم د هند په زیاتره ځایونو کې د ناراسینهه مجسمې لیدل کیږي.
پنځم څرک
پنځم ځل ویشنو په داسې حال کې راڅرګند شو، چې پر زمکه باندې یو زاهد، نیک او ریاضت ګالونکی شخص (بالي) واکمن و او خلکو هم زیاته مینه ورسره درلودله.
دغه شخص چې څومره توان درلود پر زمکه یې خپله تګلاره پلې کړله او د خدایانو تګلارې ته په پام سره یې په خلکو کې خپل محبوبیت ته پراختیا ورکړه. خدایان وویرېدل او د برهما له مشورې وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې نوموړی به نور هم خپل واک پراخه کړي او بالاخره به د زمکې د خدایانو (نه د اسمان) ټول قلمرو د ځان کړي.
د برهما دې وړاندوینې د زمکې خدایان اندېښمن کړل او بالاخره صلاح یې پر دې خبره راغله چې د ویشنو دربار ته به ورځي.
په دغه وخت کې ویشنو راڅرګندیږي او هغه هم د یو ماشوم په بڼه. دا ماشوم چې بیا غټ هم شو، له قد نه ټیټ و، نو ځکه خو بیا (وامنه) وبلل شو. وامنه د دې لپاره چې د بالي پاچا پر سخاوت یې باور او عقیده پیدا کړه نو د هغه دربار ته ورغی او له هغه نه یې له زمکې نه د درې ګامونو غوښتنه وکړه. بالي هغه ته درې ګامونه ور وبخښل او وامنه یو ناڅاپه پر یوه لویه بلا بدل شو. چې په درو ګامونو کې یې زمکه او اسمان طی کړل او په همدې توګه یې د بالي ټول قلمرو بېرته خدایانو ته وسپاره.
بالي چې عادل او عارف پاچا و، نو ویشنو د زمکې یوه برخه واکمني هغه ته پرېښوده. همدارنګه بالي دا اجازه هم تر لاسه کړه چې په کال کې به یو ځل خپل پخواني قلمرو ته ځي او همغه ده چې تر اوسه پورې بالس پالونکي هر کال په بالي جزیره کې د هغه د راستنېدا مېله جوړوي او اوس هم د هند په ځینو برخو کې داسې معبدونه شته چې د ویشنو پنځم څرک پورې اړه لري.