بتخونې

سومنات بتخونه  Temple Soma Nat

له ۱۲ لویو او ښایسته بتخونو څخه چې د لینګا په ویاړ او هغې ته د عبادت په نوم ودانې شوې وې، یو هم د سومنات Soma Nat  معبد دی؛ چې هغه وخت بې حسابه لګښت ورباندې شوی و او څوارلس طلايي ګنبدې یې درلودلې؛ خو په ۴۱۶ هـ ق کال کې دغه ټوله شتمني (چې البته په راټولولو یې پېړۍ لګېدلې وې، د سلطان محمود غزنوي لخوا چې پر هند یې یرغل وکړ، چور او تالان شوه).

ساحلي بتخونه  Shore Temple

ساحلي بتخونه د بنګال د تامیل نادو ایالت په ماهابالي پورام سیمه کې موقعیت لري. دا بتخونه د ۷۰۰ تر ۷۲۸ کلونو په منځ کې د راجاسیما پالاوا د واکمنۍ په دوره کې جوړه شوې او د دې لپاره چې په ساحل کې ودانه شوې نو د ساحلي په نوم پېژندل کیږي.  ویل کیږي چې یوازې د شیوا لپاره ځانګړې شوې او ټوله له ګرانیت څخه جوړه ده.

دورگا بتخونه Durga Temple

دورګا بتخونه د هند په واراناسي سیمه کې موقعیت لري چې د شیوا میرمن دورګا الهه ته ځانګړې شوې ده. ویل کیږي چې بنګالي ملکې په اتلسمه پېړۍ کې جوړه کړې ده. د دوی په باور، د دې بتخونې ځانګړی سور رنګ د دورګا د واک او ځواک ښودونکی دی.

کډرنات بتخونه  Kedarnath Temple

د کډرنات بتخونه د هیمالیا غرونو په یوه برخه کې موقعیت لري. ویل کیږي چې یاده بتخونه په اتمه میلادي پېړۍ کې له زمکې نه په ۳،۵۸۴ متره لوړوالي کې د ادي شنکرا چاریا  (Adi Shankaracharya)لخوا جوړه شوې، چې پکې پنځه لوی او نور واړه بتان شته دي. دا بتخونه دغلته د سړې هوا له کبله یوازې د اپریل او نومبر په میاشتو کې د زیارت کوونکو پر مخ خلاسه وي.

دیلوارا بتخونې  Dilwara Temples

دیلوارا بتخونې د راجستان د ابو غره په درې کیلو مترۍ کې موقعیت لري. دا بتخونې د ۱۱ او ۱۳ پېړیو تر منځ د چالوکیا لړۍ لخوا جوړې شوي دي.

دیلوارا بتخونې ټولې پنځه دي او ټولې له مرمر ډبرو څخه جوړې شوې چې ورباندې د ګلانو او د برهما د اساطیرو انځورونه کاږل شوي دي.

کاشي ویش ونات بتخونه   Kashi Vishwanath Temple

کاشي ویش ونات بتخونه د اوترا پردیش په واراناسي سیمه کې د ګنګا سیند لویدیځ لوري ته موقعیت لري. دا بتخونه په ۱۷۷۷م کال کې په مربع بنه جوړه شوې چې ۱۵،۵ متره مناره او درې ګنبدې یې له خالصو سرو زرو جوړې دي او تر ټولو زیات زیارت کوونکي لري.

چاتارپور بتخونه Chhatarpur Temple

چاتار پور بتخونه د ډهلي په جنوب کې موقعیت لري او په ۱۹۷۴م کال کې د (بابا سنټ نګپال جي) لخوا جوړ شوی دی. دا د هند دویمه لویه بتخونه ده او ټوله ودانۍ یې د مرمر له ډبرو څخه په ۲۸، ۳۲ هکتاره زمکه کې جوړه شوې چې پکې شل لوی او واړه معبدونه شته دي.

بدرینات بتخونه Badrinath Temple

بدرینات بتخونه د اوتراخاند ایالت د ګاروال غرونو په یوه برخه کې موقعیت لري چې به د زمکې له سطحې به ۳،۱۳۳ مترو کې لوړه جوړه شوې ده. د دې بتخونې جوړښت بودايي معبدونو ته ورته دی او دننه پکې درې ودانې رغول شوي دي: یوه – قدس القداس، دویمه – د عبادت تالار او دریمه –  د غونډو تالار.

خلک پر دې باور دي چې ددې بتخونې لاندې دتودو اوبو چینې روغتیا بښونکي دي او هر کال یو میلیون زیارت کوونکي ورته راځي.

سري ویجایا ویټالا بتخونه  Sri Vijaya Vittala Temple

سري ویجایا ویتالا بتخونه د هند د شمالي نارناتاکای سیمې په هامپي کلي کې موقعیت لري. دا بتخونه په پنځلسمه پېړۍ د ویشنو لپاره ځانګړې جوړه شوې چې ۵۶ موزیکالې پایې یا ستنې او څو دروازې لري، په دې بتخونه کې څو ودانۍ، تالار او معبد شتون لري. دغه راز د دې بتخونې ډبرینه ګاډۍ یا بګۍ هم خورا نامتو ده.

گالتاجي بتخونه  Galtaji Temple

ګالتاجي بتخونه چې د جیپور په جواهرو مشهوره ده، د راجستان د جیپور په ۱۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري.

دا بتخونه چې د بیزوګانو پر معبد هم مشهوره ده او دا ځکه چې هلته زیاتې بیزوګانې اوسیږي، په اتلسمه پېړۍ کې جوړه شوې ده. ویل کیږي چې په دې بتخونه کې ۷ حوضونه شته چې د هغوی په باور ګالتا کاند حوض یې تر ټولو سپیڅلی دی.

تانومالایان بتخونه    Thanumalayan Temple

تانو مالایان بتخونه د تامیل نادو په سوچیندرام ښار کې موقعیت لري او په اوولسمه پېړۍ کې جوړه شوې ده. ددې بتخونې بهر د هانومان (Hanuman) په نوم یوه شپږ متري مجسمه هم شته چې د ګرانیت له یوې ډبرې ډبرې جوړه شوې ده. د بتخونې دننه ۳۰ معبدونه شتون لري، د زیارت کوونکو د جلبولو اصلي راز یې د موزیکالو ستنو یا پایو شتون دی چې پر لمس کولو یې جالبه نغمې تولیدیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *