تاند- وروسته له دې چې پاکستان د هوا له لارې له افغانستان څخه هند ته د افغاني محصولاتو د صادراتو مخه ونیوله، هندي رسنیو نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې هندي بېړۍ به په په هرو دوو اوونیو کې له چابهار بندر څخه هند ته افغاني محصولات ولېږدوي.

په همدې حال کې د ایران د لارو او ښاري پراختیا وزارت وايي چې هند ته د افغاني محصولاتو د صادرولو لپاره د چاه بهار بندر تیار دی او په یوه اوونۍ کې به ۵ کانتینره مال له دې لارې هند ته واستول شي.

په هر کانتینر کې به ۲۲ ټنه منګ (دال) هند ته یووړل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو او ترانسپورت وزارت وايي چې دا مال به له افغانستان څخه په مستقیم ډول د هند په لور واستول شي.

د دې کار ګټه دا ده چې دا مال به په لاره د ایران د ګمرکونو له لوري نه کتل کېږي او د سوداګرو او ترانسپورتي وسایلو وخت به نه ضایع کېږي.

له بلې خوا د ایران حکومت وايي چې هند د چاه بهار بندر له لارې د بېړیو ترانسپورت رسماً پیل کړ او لومړنۍ بېړۍ یې د یکشنبې په ورځ دې بندر ته راورسېده.

هندي رسنۍ وايي چې د مومبۍ، کندلا او موندرا له بندرونو څخه به نور په منظم ډول په هرو دوو اوونیو کې (په میاشت کې ۲ ځلې) چاه بهار بندر ته هندي بېړۍ تګ راتګ کوي.

هند د اقتصادي ودې له نظره په نړۍ کې لومړی مقام لري او اټکلونه وايي چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به د نړۍ پر دوهم ستر اقتصادي قدرت بدل شي. له دې کبله له هند سره د افغانستان د سوداګري راکړو ورکړو د لار پرانیستل کېدا نه یوازې د افغانستان د صادراتو لپاره زیات اهمیت لري بلکې له دې درکه هم زیات مهمه ده چې د منځنۍ اسیا او هند د راکړې ورکړې ترانزیتي لار به افغانستان وي.

په هند کې د ازبکستان سفیرفرهود ارزیف هم د چاه بهار بندر د منظمې فعالېدا هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا لار به له ازبکستان سره زیاته مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *