تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: هندي رسنیو راپور ورکړی چې د استخباراتي معلوماتو له مخې داعش ډله غواړي په افغانستان کې د هند اړوند ادارو باندې بمي بریدونه وکړي.

په دې راپور کې راغلي چې آی ایس آی لشکر طیبې او داعش ډلو ته ماموریت ورسپارلی چې د هند په نماینده ګیو بمي بریدونه ترسره کړي.

راپور کاږي چې د دغو بریدونو همغږي اوطراحي د لاهور اوسېدونکي سیف الله ته سپارل شوې او د دغو بریدونو لپاره پنځه تنه نور هم روزل شوي دي.

هندي رسنۍ وايي، دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جیش محمد ډلې هم له طالبانو سره په همکارۍ په ۲۰۰۸ کال په کابل کې د هند د سفارت مخې ته ورته برید کړی و چې ۴۰ تنه یې وژلي وو.

په همدې حال کې افغان حکومت لا څه نه دي ویلي چې ایا په کابل او ولایتونو کې د هند استازولیو ته کوم امنیتي ګواښ شته که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *