تاند- هند د جولای په میاشت کې له ټاکلي وخت یوه اوونۍ په ځنډ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته ستوربېړۍ یا لنډر ولېږه.

تردې وړاندې د سپوږمۍ دې برخې ته هیڅ ستوربېړۍ نه وه استول شوې.

له پروګرام سره سم به هندي ستوربېړۍ د جمعې په ورځ یا د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ له ۳۸۴۰۰۰ کیلومتره مزل او ۴۸ ورځو وروسته سپوږمۍ ته ورسېږي.

ساینسپوهان باور لري چې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د ۴ ملیارد کلونو پخوانۍ تیږې شته.

په پیل کې هند ویلي و چې د دغه هیواد د چاندریان ۲ (Chandaryaan2) ستوربېړۍ ماموریت به د سږ کال د جولای له ۹ تر ۱۶ پورې پیل شي خو د جولای ۲۲ ته وځنډېده.

تر دې وړاندې په پام کې وه چې هند خپله دا ستوربېړۍ په اپریل کې واستوي.

د هند د فضايي تحقیقاتو اداره وايي، د سپوږمۍ د جنوبي قطب لور ته خپله ستوربېړۍ په دې خاطر څو میاشتې په ځنډ لېږي چې د هغې د ازمېښت په وخت ځینو ستونزو ته متوجه شول.

له دې ماموریت سره به له امریکا، روسیې او چین وروسته هند په نړۍ کې څلورم هیواد شي چې سپوږمۍ ته ستوربېړۍ لېږي.

دا لومړی ځل دی چې د هند ستوربېړۍ سپوږمۍ ته استول کېږي.

ټاکل شوې ده چې هندي ستوربېړۍ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نژدې کښته شي. حاضردمه د سپوږمۍ په دې برخه کې هیڅ اکتشافي عملیات نه دي شوي.

په دې تصویر کې د امریکا، روسیې، چین د ستوربېړیو د کښېناستو ځایونه وینئ. مربع شکلونه هغه ځایونه دي چې لا سپوږمکۍ نه دي وررسېدلي خو په پام کې ده چې ورولېږل شي. لاندې ژېړ رنګه مربع د هندي ستوربېړۍ د کښېناستو ځای دی. روسیه هم غواړي چې د هند څنګ ته ستوربېړۍ کښېنوي

ساینسپوهان باور لري چې دا سیمه څلور ملیارد کاله پخوانۍ ده او ښايي د اتومي انرژۍ لپاره ارزښتناک مواد پکې وي.

تر دې وړاندې ټولې استول شوې ستوربېړۍ د سپوږمۍ د استوا کرښې ته په نژدې سیمه کې کښېنستي دي.

هند لومړنۍ ستوربېړۍ، چې چاندریان ۱ نومېده، په ۲۰۰۸ کال فضا ته واستوله خو یو کال وروسته یې ورسره ارتباط پرې شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *