امير زېب کاموال.
د هېواد تاريخ مو له ډېرو ویاړونو ډګ دی، هغه ویاړونه چې زموږ مشرانو په شجاعت، سرښيندنو، احساس او وړتیا ترلاسه کړی، تر ټولو ستر ویاړ افغانانو د احمدشاه بابا د واکمنۍ پرمهال (۱۱۲۶لمريزکال) کې ترلاسه کړی، چېرته، چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې له سرهند نه نيولې ، چې د ډیلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې رسېده .
افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له مقدوني سکندر ، ايراني صفويانو، مغولو او نورو سره د هېواد د ازادۍ لپاره جګړې کړې دي. درې ځلې انګليسانو هم د افغانانو سره ډغرې وهلي او هر ځل يې ماتې خوړلي، د شوري اتحاد يې ونړاوه او ستر زبرځواک يې مات کړ.
پردي نه غږيږم، چې ولې مو اوس دا حال دی؟ ولې دا وایم، چې تېر تاريخ مو یو شکهار دی او د یو میړني ملت یادونه کوي.
د افغانانو د شجاعت، میړانو او سرښېندنو په اړه ډېر څه ليکل شوي او د تاريخ په پاڼو کې پراته دي، خو بدبختانه، چې د هند سنیما په پرلپسې توګه هڅې شروع کړي، چې د افغانانو د ویاړونو ډک تاريخ داغي کړي، او داسې صحنې په فلم کې ځای پر ځای کړي، چې د هندي وګړو په زړونو کې افغانانو ته کرکه، ویره او نفرت زيات کړي.
د پادماوتي فلم کې يې د غلجي کورنۍ ځواک لرونکي او لوی حاکم علاوالدين غلجي په اړه داسې صحنې جوړې کړي، چې پکې یو وینه تویوونکی، چپاولګر، حریص او موقعه پرست یاد شوی.
کيسري (Kesari) فلم کې يې د ۱۸۹۷ کال د جنګ یادونه کړې، چېرته چې افغانان ظالم، جابر او وحشي معرفي شوي، فلم کې ليدل کېږي چې ۲۱ سکان لس زره (۱۰۰۰۰) افغانانو ته ماتې ورکوي، داسې صحنه هم پکې شته، چې یوه سک د افغانانو پر مړو (متیازي) کوي، پدې فلم کې ښکاري، چې افغانانو پر ښځو ظلم زیاتی کوي او پر جنګ کې حتی ماشومانو څخه هم ګټه اخلي.
د جودا اکبر فلمي ډرامې يوه برخه کې يې افغانان غله معرفي شوي.
او شاید نورې تلويزوني ډرامې او فلمونه هم وي، چې افغانانو ته پکې سپکاوی شوی وي.
پورته یاد شویو تېروتنو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، باندېنیو چارو وزارت، د ولسمشر فرهنګي سلاکارانو، په ډهلي کې فرهنګي اتشې، سفیر او په کور دننه سياسي احزانو هېڅ کوم عکس العمل ونښود، نو ځکه يې اوس د ستر احمدشاه ابدالي په برخه تېری وکړ.
د پانيپت په نوم د هند نوی فلم به د روان ۲۰۱۹ عيسوي کال د ډيسمبر په ۶مه نېټه د سینماګانو په پردو خلکو ته وړاندې شي، چېرته چې پکې د نوي افغانستان د بنسټ اېښودونکي، تاريخي ویاړ او ستر شخصیت احمدشاه ابدالي پکې کاملاً يو خونکار، جلاد او لوټمار معرفي شوی، د فلم په ټرېلر کې وايي، تېر ځل چې هغه (احمدشاه ابدالي) راغلی و، د یمونا سیند اوبه تر اووه ورځو پورې سرې وې.
که څه هم ویل کېږي، چې پدې فلم کې د افغانستان بنسټ ايښوددونکي امپراطور احمدشاه دراني ته سپکاوی ندی شوی، ولې ویره موجوده ده، چې شاید دا کار شوی وي، ځکه سینما د هند ده، د فلم لوبغاړي هندیان دي او سناريو همدوئ ليکلې، دلته به هندیانو ډېر کوښښ کړی وي، چې د پاني پت میړانه په خپل نوم تمامه او لکه چې د فلم ټریلر کې ښکاري هماغه شان احمدشاه بابا یو خونکاره او لوټمار معرفي کړي.
د اطلاعات او کلتور وزارت، باندېنیو چارو وزارت، په ډهلي کې میشت افغان سفیر او فرهنګي آتشه باید له خوبه پاڅېږي، د فلم له نشر کېدو وړاندې فلم وګوري، که داسې صحنې پکې راغلي وي، چې پکې احمدشاه بابا او یا هم افغانانو ته سپکاوی شوی وي، رسمي عریضه دې وکړي، فشار دې راوړي چې د فلم د نشر کېدو مخه ونيسي.
له سياسي مسوولينو، ګوندونو، مدني ټولنو، ټولنيزو حرکتونو او فرد فرد څخه مو غوښتنه ده، چې که احمدشاه بابا ته سپکاوی شوی وي، بیا دې ټول په یو غږ د فلم د نه نشریدو غوښتنه وکړي، لاریونونه دې وکړي او د هند محکمې ته دې عارض شي.
پانی پت هندوانو ته نسبت د انګریزانو اشعال ډیره نوی او نژدی کیسه ده ، دوی باید په انګریزانو چه اتیا کاله یی په هند دوامداری باداری وکړه ، باچاه یی ورته د خلکو په مخ کی په رنا ورځ ړوند کړاو په ګرم هند کی یی پر ټول هند انګریزی لباس واغوست
هندیان به هوښیار خلک وي . دوی به ونه غواړي د افغانانو نسبي دوستي او ملاتړ په نړیوالو او سیمه ایزو چارو کې په ډېره سادګي له لاسه ورکړي.
که احیانا دوی زمونږ ملي زعیم او د معاصر تاریخ سترټولواک اعلیحضرت احمد شاه بابا ته توهین کړی وي ، ډېره لویه او تاریخي اشتباه به یې کړي وي چې جبران به یې هم ناممکنه وي. اوس هم لا وخت شته . مخکې له دې چې دا فلم نشر شي د افغانستان له رسمي مقاماتو سره دې یوځل شریک کړي . وروسته به پښيماني کومه ګټه ونه لري.