تاند- ټاکل شوې ده چې د هندي لرغونپوهانو یو پلاوی د بامیان د بودا د مجسمو د ترمیم لپاره ژر افغانستان ته راشي.

دا مجسمې صلصال او شمامه نومېدې. صلصال ۵۵ متره او شمامه ۳۳ متره لوړوالی درلود.

د بودا مجسمې، چې څه کم دوه زره کاله پخوا جوړې شوې وې او نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ مهم لرغوني اثار بلل کېدې، د ۱۳۷۹ لمریز کال د کب په شلمه د طالبانو له لوري په چاودېدونکو موادو ویجاړې شوې.

ټاکل شوې ده چې هندي پلاوی د مجسمو ځای او د مجسمو پاتې شوني له نژدې وګوري او بیا د هغو د بېرته جوړولو د امکان په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي.

پنځه کاله پخوا یوې جرمنۍ موسسې ایکوموس د صلصال او شمامې پنځه زره ټوَټې وپېژندلې. د ځینو ټوټو وزن له ۹۰ تر ۱۰۰ ټنه پوري ښودل شوی دی.

ده د مجسمو د ځای پر کلکولو کار وکړ او درې ملیون ډالره ولګول.

تر دې مخکې جاپانیانو هم د دغو مجسمو پر ترمیم غور کړی و خو د ملګروملتو یونسکو او ځینو نورو لرغونپوهانو د صلصال او شمامې د بېرته جوړولو وړاندیز خوښ نه کړ. د دوی په نظر که دا مجسمې بېرته ورغول شي هماغه لرغونی ارزښت نه شي ترلاسه کولی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د بودا د مجسمو له بیارغولو سره مخالفت کړی و او ویلي یې و چې که دا بېرته جوړې شي خپل لرغونی ارزښت به له لاسه ورکړي.

جاپان د دغو مجسمو په بیا جوړولو د ۱۰۰ ملیون ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

خو ځیني نور بیا وايي چې لوېدیځوال په دې خاطر د دغو مجسمو ترمیم ته زړه نه ښه کوي چې د افغانستان له تاریخ سره دا بوږنوونکی جنایت د خلکو له ذهنونو ونه وځي.

خو له دې سره سره ویل کېږي چې راتلونکی (۱۳۹۳) کال به یونسکو د بودا مجسمو د بیا جوړولو کار پیل کړي.

د یونسکو، جاپان، فرانسې او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په ۱۳۸۶ لمریز کال په برلین کې د بودا د مجسمو په کنفرانس کې اعلان وکړ چې که د دواړو مجسمو په سلو کې ۵۰ روغې پاتې وي، نو ترمیم دې شي.

دوی د کوچنۍ مجسمې بیارغول ممکن بولي خو د لویې په اړه شکمن دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *