تاند- په هند کې یوه کم عمره لوبغاړي د کرکټ په یوه اانګز یا پاڼۍ کې تر زرو ډېرې منډې جوړې او نړیوال ریکارډ یې ټینګ کړ.

پنځلس کلن پراناو داناوادې پخوانی ریکارډ، چې ۶۲۸ و او په ۱۸۹۹ م کال کې ارترکولینز جوړ کړی و، مات کړ.

پراناو د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ په سیالیو کې ۱۰۰۹ منډې جوړې کړې.

دی دغه هدف ته د ۵۹ شپږیزو او ۱۲۷ څلوریزو په وهلو د ۳۹۵ دقیقو په ترڅ کې ورسېد.

د کیسي ګاندي ښوونځي خپله پاڼۍ یا اننکیز په ۱۴۶۵ منډو اریا ګروکول ښوونځي ته د سې شنبې په ورځ لوبه پرېښوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *