اوس مهال د هندوستان د چانديګړ ايالت او د پنجاب پوهنتون کي په زده کړو بوخت يم.
له کور څخه د مارکيټ په لور وخوځيدم. افغاني لباس مي پرغاړه وه او يو دوکان ته د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره ننوتم.
يوه هندي راته ډير په تعجب وکتل.
د ځای او ژبې په اړه یې را څخه وپوښتل، ما هم ځان ور معرفی کړ.
د افغان کلیمې او د پښتو ژبې په اوریدو خورا خوښ شو.
نوموړی هم د ځان او تحصیل په اړه معلومات راکړل.
دیکشن مهاجان نومېده او د کورشترا له پوهنتون څخه یې په دیپلوماسۍ کې دوکتورا ترلاسه کړې وه. پروفیسر دیکشن مهاجان د افغانستان د روان کال د انتخاباتو په اړه وپوښتل ما ورته دوهم پړاو ته د تګ یادونه وکړه.
نوموړي د افغانانوپه هکله وویل، تاسو افغانانو ډیر طلایي موقعې له لاسه ورکړي. په ملیونونو ډالر، د خارجي موسساتو پروګرامونه او د جهان د اکثرو هیوادونو ډول ډول مرستې درسره وشوې خو لا هم له رنګارنګ ناخوالو سره لاس او ګریوان یاست.
هندي وویل که چیري دا ټولې مرستې مو په صحیح توګه مصرف کړي وای نو نن به مو هیواد د اسیا د لس غوره هیوادونو په لیست کی وای.
نوموړي وویل، ډیر طلایي موقعې مو له لاسه ورکړي. شاید تاسو ته داسي موقعې بیا په لاس در نه شي، اوبه مو له ورخه تیرې دي او د بیا راګرځیدو لپاره یې ډیر وخت او یوې سمې ادارې ته اړتیا شته.
دیکشن د ډاکټر اشرف غني احمدزي په اړه نظر راسره شریک کړ. هغه وویل تاسو لاتراوسه داسي یو شخص لرئ چې له ورخه تیرې اوبه بیرته راګرځولی شی.

هندي پروفیسر د ډاکټر اشرف غني احمدزي استعداد، پلانونه او مهارت ډیر وستایل. هغه د ډاکټر اشرف غني احمدزي په اړه وویل: خدای مه کړه که چیرته مو اشرف غني احمدزی ولسمشر نه شو او د ارګ قدرت د نورو لاس ته ورغی نو هیواد به مو له لازیاتو ناخوالو سره مخامخ شي.
د پروفیسر خبرو راباندي ډیر تاثیر وکړ. د ډاکټر اشرف غني احمدزي ځانګړتیاوې او د افغانانو د افغانستان نه غني کولو ته ډیر سوچ یووړم.
د ډاکټر اشرف غني ځانګړتیاوي
د نړۍ دوم متفکر
د ملګرو ملتونو منشیتوب ته کاندید
د نړیوال بانک د ستراتیژۍ مشر
د اسیا په کچه د کال غوره وزیر
د درې ماسټریو لرونکی
د درې دوکتوراوو څښتن
د دیني زده کړې خاوند
د جان هابکنز پوهنتون استاد
په کولمبیا پوهنتون کي میلمه پروفیسر
د نړیوال بانک جګپوړی اقتصادي سلاکار
د مالیې بریالی وزیر
د کابل پوهنتون رئیس
د کابل پوهنتون استاد
د ملي پیوستون پروګرام طرحه کوونکی
او
د انتقال پروسې مشر
سلامونه
وروره الله ج د بريالي لره، په ريشتيا چه انسان له كور يعني له هيواد څخه لري شي نو هر شي سم د زړه په سترګو ويني زه ستا له زړه راځم ځکه زه هم دا ۱۷ کاله له مور هيواد څخه لري يم.
خو د ورځو په تيريدو سره په د باور کيږم چه ټوله ګناه زمونږ د پښتنو ده که مونږ يو موتي سو او له قومي تنظيمي چاپرپال نه راوځو د پښتو او افغانيت شا ونيسو نو افغانان او افغانستان به مو ژغورلي وي.
كنه هماغه د وني گيله ده چه تبر ته يي كوي چه گناه ستا يني د تبر نده گناه د لاستي ده چه زما له خپل هډ نه ده.
(دا اوس د داكتر صاحب اشرف غني په مقابل كه البته زياتره پشتانه مقابل دي يعني پشتانه تقسيم تقسيم دي او بري د دوشمنان دي د افسوس جاي دي)
په هيله د يوالي او سمسور افغانستان
ماشاءالله، که همداسې زموږ ځوانان له خپلو خلکو سره د غني معرفت وکړي، د بري ساعت لرې نه دی او که د ځینو نورو په څېر چې حتی د رای ورکولو لپاره کارت اخیستو ته يې هم کونه درنه وي نو بیا دې خدای پاک د دې ملک واوري چې په اغلب ګمان به یې وا نه وري ځکه چې موږ خپله یې خپل ځان ته نه غواړو
نن سبا پہ افغانستان کی دلوڑرتبہ او پوهہ انسان قدر نشتہ نن سبا هغه چاسره قدرت دی سوک چی زورور وی خدای دی پہ افغانانو ورحمیگی .
هيله. ؟
دافغانستان نجيب ملت ،بشتنو ، تاجكو ،أوزبكو ، ،هزاره ، نورستانيانو ،بشه ءي ، إيماق ، ………. أودنورو كوجي ،او غتو ملتونو ورونو. .
زما عاجز انه او احترامانه خواهش او هيله. ؟
١ / كه تاريخ ته نظر واجوي تاسي ديو موتي والي او دملي وحدت به لرلو سره دجهان دير غت ابوالقدرتونه به كوندو كري ولي نن خانته يو بوه ، عالم ،دانشمند سياستمدار زعيم ،او يا رهبر نشئ ، تآكلي ترخو ددي تولو بدبختيو د تعر لمن ، ورتوله ،اوخبل دا وران او ،او ،ويجار ،دولت دسيالا نو به قطار كي سيال أويو بشرفته مملكت. ورخه جور كري.
٢. /راخي ددي مرام درسيدلو به خاطر هغه جاته راءي وركرو ،جه ددي كار لياقت ، او أهليت ،ولرئ ، غل او غدار ،فسق او فساد ونلري بلكه ، د غلو او غدارانو ،د فسق ، ،او فساد لرلو أشخاصو لمن ورتوله كري.
٣. / زه ولي دا تينكار كوم كه جيري دملت هر غري دل رابور دورخ باني هغه نشر شوي رابور جه واقيعتونه بكي راتول او به ٢٨. //١٣ /٢٠١٣ كالد دل larawbar.com له خوا.
به أفغانستان كي دير غلكرو لشكرو دبشري ضد او جنكي. جناياتو. حقوقي. شننه -١
جه دمحمد هما يون خبل شعاعي له خوا راتوًل شوي ولولي بيا به تاسي بوه شي جه دوست خوك دي او دشمن خوك دي أوجا مونز خرخ كزي يو
دد نیا خلکو سپی په انسا نی اعما لو را و ستل متا سفا نه زمو نږ یو تعداد خلک اوس هم د هغه چاشا ته چی د سپیو غو ندی پخپل منځ کی سره وخوړل ولاړ او رایه ورکوی د وطن په ملی سرمایه فکر نکوی تاسف د داسی خلکو په جها لت