تاند- د هند د نوي ډیلي پولیس وايي، ۳ ایرانیان یې په دې تور نیولي چې له څو تنو افغانانو څخه یې په دې چل چې پولیس دي پیسې شکولي دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د ډیلي پولیسو وویل، په جرم تورن ایرانیان هند ته په قانوني وېزو ورغلي وو او د جمعې په ورځ د ډیلي په جنوب کې د ګرېټر کایلاش په سیمه کې ونیول شول.
پولیسو د نیول شویو ایرانیانو نومونه او د هغو عمرونه په دې ډول څرګند کړي دي:
۲۸ کلن نور مهدي، ۳۰ کلن رضا کوهن خاکي او ۳۱ کلن فرهاد عباسي سرور.
پولیس وايي چې له درې واړه نیول شویو ایرانیانو څخه له تحقیقاتو وروسته ورته څرګنده شوه چې دوی د هغو افغانانو د شکولو لټه کړې چې د درملنې لپاره هند ته ورغلي دي.
پولیس همداراز وايي چې مشکوکو مجرمانو افغانانو ته د پولیسو جعلي پېژندکارتونه ښودلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې بټوې وروښيي چې ایا مخدر مواد خو به پکې نه وي.
دوی د افغانانو د بټوو له کتلو او د هغو د پیسو له اخیستلو وروسته تښتېدلي دي.
پولیسو وايي چې له نیول شویو مشکوکو مجرم ایرانیانو سره یې ۲۸۲۹ ډالر، ۲۰۰ یورو، ۱ لک او ۲۵ زره ویتنامي دونګ او ۱۰۱۵ مالدیپي روپۍ موندلي دي.