تاند- د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پاکستاني سخدریځو ډلو په اړه د خپل هیواد پارلمان ته په څرګندونو کې وویل چې هند لا هم د دغو ډلو لپاره لومړنی هدف ګڼل کېږي.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د سې شنبې په ورځ د دغه هیواد د پارلمان ولسي جرګې یا لوک سبها ته وویل:«د هند د امنیتي ځواکونو له لوري له نیول شویو ترهګرو څخه شوي تحقیقات ښيي چې د پاکستان پوځ ترهګرو ته د روزنې، مالي او پوځي ملاتړ په وسیله هڅه کوي چې د هند په خاوره کې تروریستي فعالیتونه دوام وکړي.»

ده همداراز وویل، پاکستاني سختدریځې د هند او پاکستان او نیپال له پولو څخه چاودېدونکي مواد، وسلې او مهمات د ترهګرو حملو لپاره هند ته انتقال کړي.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر همداراز وویل:«هند په مختلفو مواردو کې له تروریستي ډلو سره د پاکستان د ملاتړ موضوع په نړیوالو ټولنو کې راپورته کړې ده او په دې اړه یې خپل معلومات پاکستاني چارواکو ته هم سپارلي دي.»

ویل کېږي چې که پاکستان په افغانستان کې له تروریستي او نیابتي جګړې لاس واخلي ممکن ټول سختدریځې ډلې هند ته «سوق» کړي او دا به د هند ستونزې یو وار بیا زیاتې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې د هند کشمیر د سختو نښتو میدان و ځکه چې ویل کېږي پاکستان د ډېرو سرزورو مخه هند ته اړولې وه.

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په خپله خاوره کې د پاکستان استخباراتي فعالیتونو ته په اشارې وویل:«له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۴ پوري په هند کې د پاکستان له لوري ۳۳ جاسوسي فعالیتونه شنډ شوي او په دې تړاو۵۰ پاکستاني جاسوسان نیول شوي دي.

پاکستان بیا ورته تورونه پر هند لګوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *