ویدیو لري.
تاند- هندي شرکت مکرومکس د پنجشنبې په ورځ /جون اتلسمه/ د نړۍ تر ټولو کوچنی موبایل سمارټ یا لمسي ټېلفون جوړ کړ.
دا ټېلفون، چې (Canvas Sliver) نومېږي، د هند په بازار کې یې بیه۱۷۹۹۹ هندي روپۍ ده.
مکرومکس کمپنۍ وايي چې دا د نړۍ تر ټولو کوچنی او سپک سمارټ فون دی.
د دغه موبایل ټېلفون وزن ۹۷ ګرامه، پنډوالی ۵ اعشاریه ۱ ملي متره دی. د (LED) ساپورټ او کامره لري.
دا موبایل، چې ۴ اعشاریه ۸ انچه سکرین یا شیشه لري، حاضردمه یوازې په طلايي او تورو رنګونو کې موندل کېږي.