تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: د هند لومړي وزیر د دغه هېواد د خپلواکۍ اخیستلو۷۳مې کلیزې په ویاړ پر لال قلعه د هند بیرغ ورپاوه او خپل ملت ته یې د کشمیر په ګډون ځینو مهمو مسایلو باندې وینا وکړه.
نریندرا مودي په خپله وینا کې د کشمیر لانجې ته په اشاره وویل، هند نه غواړي موضوع وشاربي یا یې تر دې اوږده پرېږدي؛ (( کوم کار چې په ۷۰ کلونوکې ونه شو، موږ وکړ، زموږ دواړو مجلسینو دوه پر درې اکثریت سره هند سره د کشمیر د یوځای کولو لایحه تصویب کړه، کشمیریانو ته هیڅ قانوني اسانتیاوې موجودې نه وې، اوس به د دوی د عامو هندیانو په څېر له هر ډول اسانتیا برخمن وي.))
نوموړي دغه راز زیاته کړه، له دې وروسته به د دغه هېواد د دریو پوځي ارګانونو یو ځانګړی مشر هم وي چې سر اعلی قومنداني به یې پر غاړه وي.
هند د کانګرس رهبرانو د مبارزو په ترڅ کې له بریټانوي امپریالیزم څخه ۷۳ کاله وړاندې د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۵مه خپلواکي واخیسته.
دغه هېواد اوس له امریکا او چین وروسته ځانته دریم اقتصادي قوت وايي، دغه راز هند په نړۍ کې تر ټولو ستر جمهوري او ولسواک نظام بلل کېږي.
هند له تېرو اتلسو کلونو راهیسې افغانستان سره هم په پرمختیايي برخه کې د کلک ملګري په حیث ۲ ملیارده ډالر مرسته کړې او زرګونه افغان محصلینو ته یې په خپل هېواد کې مفته بورسیې ورکړې دي.