تاند- هندي ساینسپوهانو له پلاستیکي خځولو څخه د موټر د سونګ مواد جوړ کړل.
هندي رسنیو نن /چهارشنبه/ وویل چې د دغه هیواد څېړونکي توانېدلي چې استعمال شوې پلاستیکي کڅوړي د موټرو په تېلو بدل کړي.
هندي ساینسپوهانو د ۴۰۰ او ۵۰۰ سانتي ګراد تودوښې په وسیله پلاستیکي خځلې په تېلو بدلې کړي. دې طریقې ته د تودوښې د کتلیست تنزیل وايي چې اوږده مالیکولونه په وړو کړیو اړوي.
د هندي څېړونکو دا اختراع له دې کبله هم د اهمیت وړ ده چې پلاستیک د ژوند د چاپېریال لپاره ډېر مضر دی او انسانان د پلاستیکي خځلو په ښخولو او له منځه وړلو کې زیاتې ستونزې لري. سوځول یې چاپېریال ته زیان اړوي او که ښخ شي یو ملیون کلونو ته اړتیا ده چې په خاوره بدل شي.
څېړونکي وايي چې که په تېلو د پلاستیکي خځلو د اړولو دا شیوه بریالۍ شي او په پراخه پیمانه عامه شي نو لږ خځلې به په مځکه کې ښخېږي او له بلې خوا به په نړۍ کې د تېلو د کمېدو اندېښنه یو څه کمه شي.