تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې هند به ډېر ژر افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره یو صحي ټیم واستوي.
راپور وايي، هند د خپلو پوځي ډاکټرانو یو ۱۶ کسیز ټیم د دوه اړخیزه همکاریو د اصولو په اساس کویټ ته هم د اپریل په لومړیو کې استولی و، تر څو له دغه هیواد سره د کورونا ناروغۍ په کنټرول کې مرسته وکړي.
د ایکانومیک ټایمز د راپور له مخې هند به سریلنکا، بنګله دیش، بوتان او افغانستان ته هم د بشردوستانه مرستې په خاطر خپل ټیمونه واستوي.
تر اوسه افغان حکوت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو هند څو ورځې وړاندې افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره د طبي توکو یوه محموله راواستوله چې نیم میلیون د کورونا لپاره توصیه شوې د ملاریا ټابلیت او ۱۰۰ زره د تبې ټابلیټ په کې وو.