ایم آی ۳۵

تاند- هند موافقه وکړه چې افغانستان ته ۴ نورې ایم آی -۲۵ جنګي څرخکې ورکړي.

په نوي دیلي کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي وايي، هند به افغانستان ته د څلورو څرخکو د ورکولو ترڅنګ افغانانو ته د پوځي هیلي کوپترو د ترمیم روزنه ورکړي او یو تخنیکي پلاوی به افغانستان ته ولېږي چې د افغانستان اړتیاوې له نژدې وارزوي.

هند تر دې وړاندې د تېر کال په دسمبر کې کابل ته د صدراعظم نریندر مودي له سفر سره په یو وخت افغانستان ته ۳ ایم آی – ۲۵ څرخکې ورکړي وې چې اوس په جګړه کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

هند افغانستان ته د هیلي کوپترو د ورکولو پرېکړه دغه هیواد ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د سفر په لړ کې وکړه.

حاضردمه د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم له هند څخه د وسلو د ترلاسه کولو لپاره په نوي ډیلي کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *