تاند- هندي رسنۍ وايي، دا هیواد غواړي چې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره افغانستان ته ۴ جنګي هیلي کوپترونه ورکړي.
دا ایم آی ۲۴ څرخکې به په څو میاشتو کې د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، هند دا څرخکې د افغانستان لپاره تېر کال له بیلاروس څخه په بیه واخیستې او ټاکل شوې وه چې له اپ ډېټ کولو یا ارتقا وروسته یې د افغانستان هوايي ځواک ته وسپاري.
اوس په پام کې ده چې دوې څرخکې په راروانه اپریل میاشت کې او دوې نورې په جولای کې افغان هوايي ځواک ته ورکړي.
هند تر دې وړاندې د افغانستان د هوايي ځواک د ملاتړ لپاره څلور هیلي کوپترونه له روسیې څخه پېرلي او افغانستان ته سپارلي دي.
امریکا وروسته له دې چې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، د افغان هوايي ځواک لپاره له روسیې څخه د هیلي کوپترو رانیول ودرول او وروسته یې اعلان وکړ چې امریکايي هیلي کوپترونه به افغان هوايي ځواک ته ورکړي.
افغانستان په لسګونه روسي هیلي کوپترونه لري خو اکثره پُرزو ته اړتیا لري او امریکا حاضره نه ده چې د روسي څرخکو پیسې پرې کړي.