تاند- هند په قطر کې د افغانستان د سولې د پیل شوې پروسې په وړاندې محتاطه خوشبیني ښکاره کړه خو د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل په افغانستان کې د دایمې سولې خواته یو مهم ګام دی .
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په عین حال کې په دې لاره کې د یو لړ خنډونو یادونه هم وکړه .
د اروپايی اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشتون پرون /دوشنبه/ وویل :
«موږغواړو په دې ډیر حساس وخت کې د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو، او د ناټو په شمول د نړیوالې ټولنې ترمنځ ږغملتیا زیاته کړو. په راتلونکو څو میاشتو کې به دا مسله یو لوی لومړیتوب وي. په ګډه کار کوو، څو دا ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان راتلونکي انتخابات شفاف او د ټولو لورو په ګډون وي .»
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان له ټولو سیاسي لورو وغوښتل چې په خپل هیواد کې د سولې د روان بهیر ملاتړ وکړي .
راپور وايي چې دوی د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه هم غوښتي دي چې په افغانستان کې پر ښکیلو خواوو له خپل اغیز څخه کار واخلي او هغوی د سولې خبرو اترو ته وهڅوي.
په همدې حال کې هند پرون د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري له ډاډ ورکولو وروسته وویل چې په قطر کې د پیل شوې بهیر په مشروط ډول ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې ده هندي چارواکو ته د قطر د بهیر او د افغانستان د راتلونکې په اړه ډاډ ورکړ او هڅه یې وکړه چېژ په دې برخه کې د هند اندېښنې کمې کړي.
جان کیری خو چه ولا یو ډیر ښه یار دی. ګوری هغه څومره زمونږ د طالبانو په غم کی دی
جان کیری د طالبانو په غم کی نه دی اوس دوی غواړی چی خپل لس کلن مرداری پاکه کړی چی ترڅو نوره خلکو ته د مرداری بوی په ښه بوی بدله کړی
دارک مانی دفاوزارت اریاناھوٹل نن سھر6نیمی بجی شاوخوا دزیاتواستشھادی بریدونو ھدف وگرزید.ویل کیژی 20زوراوری چاودنی شوی چی پہ نتیجہ کی یی ددفاوزارت لوڑپوڑوچارواکودCIA استخباراتودارک دمانی ساتونکوتہ درانہ تلفات اوشتی .گومان کیژی چی کرزی کاکاھم پکی سرخوڑلی وی.دارک دمانی سخہ داورلمبی اولوگیودشنہ رنگ تہ تغیرورکڑی دی.اوجگڑہ پہ شدت سرہ روانہ دہ.ویل کیژی دابریدونہ پہ داسی حساس وخت کی ترسرہ شول چی کرزی صاحب دیوہ خاص کنفرانس لپارہ زیات شمیرخبریالان دارک مانی تہ وربللی ول. اوس مھال کنفرنس لغوہ شو اوکرزی لادرکہ دی.
دارک مانی دفاوزارت اریاناھوٹل نن سھر6نیمی بجی شاوخوا دزیاتواستشھادی بریدونو ھدف وگرزید.ویل کیژی 20زوراوری چاودنی شوی چی پہ نتیجہ کی یی ددفاوزارت لوڑپوڑوچارواکودCIA استخباراتودارک دمانی ساتونکوتہ درانہ تلفات اوشتی .گومان کیژی چی کرزی کاکاھم پکی سرخوڑلی وی.دارک دمانی سخہ داورلمبی اولوگیودشنہ اسمان رنگ تہ تغیرورکڑی دی.اوجگڑہ پہ شدت سرہ روانہ دہ.ویل کیژی دابریدونہ پہ داسی حساس وخت کی ترسرہ شول چی کرزی صاحب دیوہ خاص کنفرانس لپارہ زیات شمیرخبریالان دارک مانی تہ وربللی ول. اوس مھال کنفرنس لغوہ شو اوکرزی لادرکہ دی.