تاند، چهارشنبه، د حوت ۷ مه: امریکا او هند وايي، یو سوله ییز، باثباته او ولسواک افغانستان د دواړو هیوادونو ګډ هدف دی.
هند ته د ټرمپ له سفر وروسته د امریکا او هند له لوري په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یو باثباته، پرمختللی، ډيموکراټيک او همه شموله افغانستان د هند او امریکا ګډ هدف دی.
اعلامیه کاږي، دواړه هیوادونه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې او بیا رغونې له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې اتلس کلنې لاسته راوړنې ساتي او د ترورستانو لپاره خوندي ځایونه له منځه وړي، تشدد ته د پای ټکې ږدي او یوه سوله ییز او خپلواک افغانستان ته لاره هواروي.
دغه اعلامیه چې په ټویټر باندې کابل کې د هند سفیر وینيکومار هم خپره کړې، په کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د پرمختګ او ثبات په برخه کې د هند له مرستو مننه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ هند ته د سفر په ترڅ کې ویلي، له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوي او که دغې ډلې له تړون سرغړونه وکړه، امریکا به پوره شدت سره پرې بریدونو ته راستنه شي.