تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: د هند د باندنیو چارو زیر ایس جی شنکر له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره د دواړو هېوادونو د ګډ کمېسیون په ۱۹مه ناسته کې په چابهار بندر د کارونو د چټکولو غوښتنه کړې ده.
ښاغلی شنکر چې له امریکا څخه په راستنېدو نېغ ایران ته تللی دی، پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، له جواد ظریف سره یې د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو ګټور بحثونه کړي دي او په چابهار بندر یې د کارونو د چټکتیا هوکړه ورسره کړې ده.
د ویلو ده چې امریکا چابهار بندر د هند او افغانستان په خاطر پر ایران له لګولیو بندیزونو معاف کړی او پر دغه بندر یې صادرات او واردت لا نه دي تحریم کړي.
دا ستراتیژيک بندر چې د هند په اقیانوس کې واقع دی، د افغانستان، ایران او هند لپاره منځنۍ اسیا ته د تګ راتګ زمینه سازي کوي.
دا بندر نه یوازې هند او ایران ته مهم دی، بلکې افغانستان هم غواړي چې د چابهار له لارې پر پاکستان خپله تکیه راکمه کړي.
د افغان سوداګرو ته پکار دی چی د تجارت خپل مسیر له پاکستان څخه په طرف چابهار وګرځوی
ځکه کچیری موږ پدی کړیدلی ولس زړه خوږو نو بهتر لار داده چی پاکستان باندی د اقتصادی فشار راوستولو لپاره په چابهار بندر باندی زیاته تکیه وکړو
باید افغان دولت هم د هند او ایران له چارواکو سره پدی اړه کتنی او لیدنی وکړی ترڅو پاکستان پدی پوه شی که لا افغانستان سره خپله رویه کی تغیر را نه وهلو نو له سیاسی او اقتصادی فشارو لاندی به راشو
کچیری امریکا په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار راوړی او موږ افغانان خپل اقتصادی مسیر بدل کړو نو امکان شته چی ولس د پاکستان د دوی د پوځ او استخباراتو پرضد پورته شی او دوی مجبور شی له افغانستان سره نیکی اړیکی جوړی کړی