د هند یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغلی، څو له افغان چارواکو سره د امنیتي ځواکونو سمبالښت او افغان ځواکونو ته د درندو وسلو ورکړې په برخه کې خبرې اترې وکړي. د هندي چارواکو په وینا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د پوځي او ملکي مامورینو دغه پلاوی له افغان چارواکو سره په درندو وسلو د افغان ځواکونو د تجهیز په تړاو د ولسمشر کرزي او د هند د لومړي وزیر د وروستیو خبرو اترو د څارنې په موخه بحث کوي.

کابل ته د هندي پلاوي له سفر څخه وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید ویلي و، چې افغانستان ته د درندو وسلو سپارل له جنجاله ډکه او پارونکې مسله ده.

هندو ورځپاڼه وايي دغه سفر وروسته له هغه ترسره کیږي، چې تېره میاشت افغان ولسمشر حامد کرزي د هند له لومړي وزیر سره په کتنه کې، نوي ډیلي ته د درندو وسلو لیست وسپاره.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید ویلي و، چې له افغانستان سره به د چورلکو په ګډون په ټرانسپورټ برخه کې مرسته وکړي. خورشید افغانستان ته د وسلو ورکړه عاقلانه کار نه و بللی.

د رپوټونو له مخې ولسمشر حامد کرزي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د ناټو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه له نوي ډیلي نه چورلکې، لرې واټن ویشتونکي توپونه، توغندي او توغندي لیږدوونکي موټر غوښتي دي.

د تېرو کلونو په اوږدو کې هند له افغانستان سره شاوخوا دوه ملیارډه ډالره مرسته کړې ده. یو شمېر کتوونکي پدې باور دي، چې ښه به دا وي، څو هند په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو دوام ورکړي.

له افغانستان سره د هند د مرستو اصلي موخه په هېواد کې له پاکستان سره سیالي او د پاکستان د نفوذ کموالی دی. د رپوټونو له مخې له افغانستان سره د هند مرستې د دغه هېواد د څارګرې ادارې (را) له بودیجې څخه دي، چې په ملکي برخو کې لګول کېږي، څو له یوه لوري د پاکستان نفوذ تر خپل اغېز لاندې راوستی وي او له بل لوري په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړی وي.

اما آیا په رښتیا سره هند به افغانستان ته درندې وسلې ورکړي؟

ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغه له هند څخه د درندو وسلو غوښتنه وکړه، چې د افغان ځواکونو سمبالښت په برخه کې له لوېدیځو هېوادونو څخه ناهیلی شو. ناټو د تېرو کلونو په اوږدو کې ندي غوښتي، څو افغان امنیتي ځواکونه په درندو وسلو سمبال کړي. له همدې امله ولسمشر پر ناټو په ځانګړي توګه پر امریکا د فشار راوړلو په موخه په وار وار یادونه کړې، که چېرې ناټو او امریکا افغان ځواکونو سمبال نه کړي، نو دوی به له نورو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه وکړي، چې له هند څخه د وسلو غوښتنه هم په همدې لړ کې وه. د ولسمشر دغه غوښتنه د امریکا د هیلو او موخو خلاف غوښتنه وه.

د سړې جګړې پر مهال د هند او امریکا اړیکې سړې وې؛ خو په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړیکې په کلتوري، ا قتصادي، ستراتیژیک او پوځي برخو کې پراخې شوي دي. د سړې جګړې پر مهال له شوروي سره د هند اړیکو دوام درلود، چې دغو اړیکو د امریکا او هند پر راشې درشې منفي اغېز درلود. د سړې جګړې په پای او د شوروي له پرځېدو څخه وروسته هند له اروپا او امریکا سره د اړیکو ښه کېدو په موخه خپل بهرني سیاست ته ژوره کتنه وکړه.

په اقتصادي برخه کې امریکا په هند کې تر ټولو ستر پانګه‌اچوونکی هېواد دی. له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې په هند کې د امریکا پانګه‌اچونه له یولس عشاره درې ملیونو ډالرو څخه درې سوه او څلور څلوېښت ملیونو ډالرو ته ورسېده. همدا راز د سوداګرۍ په برخه کې امریکا په ۲۰۰۷ کال کې د اووه‌لسو ملیارډو ډالرو په ارزښت توکي هند ته صادر کړي او د څلېرشت ملیونو ډالرو په ارزښت توکي یې له هند څخه وارد کړي دي.

امریکا پر هند د خپلو فشارونو پایله کې دغه هېواد راضي کړی، څو افغانستان ته درندې وسلې ور نه‌کړي.

له بل لوري پاکستان هم خوښ ندی، څو هند افغان امنیتي ځواکونو ته درندې وسلې ورکړي. پاکستان هند تورنوي، چې د خپلې څارګرې ادارې (را) په مټ د افغانستان په خاوره کې د پاکستان پر ضد فعالیت لري. د پاکستان څارګره اداره (آی اس آی) پدې باور ده، چې (را) په افغانستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي روزي او له روزلو څخه وروسته یې د پاکستان خاورې ته لېږي.

په افغانستان کې د هند پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ پاکستان دی او د تېرو کلونو په اوږدو کې یې څو ځله پر هندي کارکوونکو بریدونه کړي دي.

که چېرې هند دېته زړه ښه کړي، چې افغانستان ته درندې وسلې ورکړي، نو شونې ده، چې د په افغانستان کې د هنديانو پر وړاندې د پاکستان څارګرې ادارې بریدونه زور واخلي. همداراز پاکستان به هڅه وکړي، چې نېغ په نېغه په هند کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي او دا هغه څه دي، چې هند یې نه غواړي.

بل لور ته هند د نړۍ په کچه د وسلو جوړلو او پلورلو په برخه کې پېژندل شوی هېواد ندی دی. هند خپلو امنیتي ځواکونو ته ډېری وسلې او تجهیزات له بهر څخه واردوي او که چېرې له افغانستان سره مرستې ته زړه ښه کړي هغه وسلې او تجهیزات به افغان ځواکونو ته ورکوي، چې اوس‌مهال د هندي ځواکونو له لوري به نه کارېږي. حتی شونې ده، چې دغه وسلې به له کاره هم لوېدلي وي.

داسې برېښي، چې هند به له یوه لوري د امریکا د سیاسي او اقتصادي فشارونو او له بل لوري د پاکستان د پوځي او ترهګریزو فشارونو له امله افغان دولت سره د درندو وسلو مرسته ونه‌‌کړي. شونې ده، چې کابل ته د هند راغلی پلاوی به افغان دولت په ترانسپورټي چورلکو او الوتکو او همداراز په سپکو وسلو راضي کړي.

اما افغان دولت کولای شي، چې د امنیتي ځواکونو سمبالښت په موخه د روسیې او چین په څېر نورو هېوادونو مخه کړي. ښکاره ده، چې له امریکا سره د سیالۍ له امله دغه هېوادونه به افغان دولت ته سپکې او درندې وسلې ورکړي.

One thought on “هند او د افغان ځواکونو سمبالښت / مجیب‌الرحمن ساپی”
  1. I think Iran is better placed compared to Russia and China or India if Karzai wants to distant himself from the US. But what does that mean perhaps death for Karzai by the US.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *