تاند- هند او روسیې پرېکړه کړې چې په ګډه په افغانستان کې د وسلو د ترمیمولو فابریکه جوړه کړي.
دا خبره پرون /دوشنبه/ په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي هند ته د ولسمشر کرزي تر سفر مخکې تایید کړه.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر حامد کرزی د روان دسمبر له دوولسمې تر پنځلسمې (له پنجشنبې تر شنبې) هند ته سفر وکړي.
ښاغلي ابدالي وویل: هند او روسیه به په ګډه په افغانستان کې د وسلو د ترمیم فابریکه جوړه کړي. ماهرانو مخکې لا په خپل منځ کې کتلي او پر دې موضوع یې خبرې کړي دي.
ابدالي، چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار مرستیال و، دا هم وویل چې هندیان به د افغانستان په نوي روزنیز مرکز کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې هم برخه واخلي.
ده زیاته کړه:«موږ په خپل روزنیز مرکز کې (ممکن پوځي اکاډیمي) نژدې ۱۲۰ افسرانو ته اړتیا لرو او هند په دې برخه کې زموږ اړتیا پوره کولی شي.»
د افغانستان سفیر همداراز وویل چې له ۲۰۰۳ څخه را په دې خوا په تېرو لسو کلونو کې په هند کې ۱۴۰۰ افغان پوځي افسران روزل شوي دي. او اوس نژدې ۳۵۰ نور افغان افسران د هند په اکاډیمیو کې روزنه کوي.
کرزی به د راتلونکې جمعې په ورځ /دسمبر۱۳مه/ د هند له صدراعظم من موهن سینګ سره وویني.
افغان ولسمشر به د هند د درې ورځیني سفر په ترڅ کې په ډیلي کې د هند پارلمان ته وینا وکړي او پونا ته به لاړ شي، هلته به پوهنتون ته لیکچر وکړي.
دی به د پونا په تعلیمي انستیتیوت کې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو څه باندې اووه سوه محصلانو ته په دې موضوع لیکچر واوروي چې په تعلیم څرنګه راتلونکې ژغورل کېدای شي.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی کرزی د دې سفر په لړ کې له هندي سوداګرو او پانګوالو سره هم وږغېږي.
ده د سږکال په مې میاشت کې هم د هند د سوداګري او صنایعو د خونو له غړیو سره کتلي او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي ول.
دا هم بد خبر ندی، روسیه دی دا کوښښ وکړی چه د سکد راکتونه افغانانو ته د تر میم په نوم وړاندی کړی بیا و ګوری چه اسلام آباد به څنګه زر د طالبانو له خولی خبرو ته کینی