تاند- فېسبوک اعلان وکړ چې د نړۍ په هیوادونو کې له فېسبوک څخه تر ټولو زیاتې لیکنې او نور مطالب هند او پاکستان لېرې کوي.

د پاکستان اې آر واي نیوز تلویزیون نن د فېسبوک د ادارې په قول وویل چې هند او پاکستان د فیسبوکي مطالبو په سانسور کې لومړی او دوهم مقامونه لري.

د فېسبوک د مسوولانو په وینا په ۲۰۱۸ م کال کې پاکستان تر ټولو زیات سیاسي مطالب لېري کړي دي.

پاکستان عموماً هغه موضوعات ډیلیټ کړي چې د قومي او سیمه ییز ناسیونالیزم په اړه ول.

د ۲۰۱۸ م کال په وروستیو درو میاشتو کې پاکستان د فیسبوک له ادارې څخه د ۴ زره ۱۷۴ پوستونو د لېري کېدو غوښتنه کړې ده حال دا چې د همدې کال په لومړیو درو میاشتو کې یې د ۲ زره ۲۰۳ مطالبو یا پوستونو د ډیلیت کېدو غوښتنه کړې وه.

دا هغه وختونه دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اوج ته ورسېد.

هند تېر کال له فېسبوک څخه د ۱۷ زره ۷۱۳ پوستونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده. خو که د هند او پاکستان د نفوس تفاوت په پام کې ونیول شي پاکستان د خورا ډېرو پوستونو د حذف کېدو غوښتنه کړې ده.

برازیل په ۲۰۱۸ کې د ۴ زره ۲۶ پوستونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې او په دې برخه کې درېم ځای لري.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په فېسبوک کې یې پوستونه د دې لپاره سانسور کړي چې د قومي تفرقې مخه ونیول شي.

په وروستي یو کال کې د پاکستان له لوري د فسبوکي پوستونو سانسور په سلو کې ۱۳۵ زیات شوی دی.

د پاکستان حکومت د فېسبوک له ادارې څخه د ۲ زره ۳۳ تنو فېسبوک چلوونکو په اړه معلومات هم غوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *