تاند- هند او چین، چې په سیمه کې زاړه سیالان دي، په افغانستان کې سره نژدې شوي دي. دا خبره د جاپان دیپلومات مجلې د شنبې د ورځې په ګڼه کې کړې ده.
د دې مجلې له لیکنې سره سم، هند او چین په افغانستان کې ګډې ګټې لري او همدا مسله سبب شوې چې دواړه هیوادونه په افغانستان کې سیاسي او امنیتي همکاریو ته نژدې کړي.
د دیپلومات مجلې د راپور پر اساس چین او هند د افغانستان په اړه په خپل منځ کې لومړنۍ خبرې د ۲۰۱۳ کال په اپریل کې وکړې او وروستی ځل یې په دې باب نوي ډیلي ته د چین د ولسمشر د تېرې اوونۍ د سفر په ترڅ کې خبرې وکړې.
دواړو هیوادونو په وروستیو خبرو کې سلا وکړه چې په افغانستان کې به د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره ستراتیژیکې خبرې زیاتې کړي.
پېکینګ او نوی ډیلی د افغانستان سوله، سوکالي او ثبات خپلې ګډې ګټې ګڼي.
دیپلومات مجله وايي چې هند او چین په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدا له درکه، په تېره بیا چې د افغانستان د لا ناکرارېدو سبب شي، خطر احساسوي.
هند چې حتي د طالبانو د حکومت مخالف و، په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې پر دیپلوماتیکو دفترونو بریدونه شوي، په افغانستان کې د تروریزم خطر ځان ته جدي بولي. که څه هم چین، چې د افغانستان له بې ثباتۍ د هند هومره اندېښنه نه لري، په دې حقیقت پوهېږي چې له افغانستانه پاکستان او منځنۍ اسیا ته د تروریستي نظریو غځېدا په نهایت کې د چین په سین کیانګ ایالت کې د ترهرهګرو او یاغیانو د یووالي سبب کېدای شي.
پر دې سربېره افغانستان د هند او چین لپاره په اقتصادی محاسبو کې ځانګړی ځای لري. د ورېښمو د لارې د احیا کېدو په صورت کې به افغانستان منځنۍ اسیا او په نهایت کې اروپا ته د چین او هند نښلووونکی وي.
د چین او هند دولتي کمپنۍ په افغانستان کې د لویو پانګونو په فکر کې دي. اوس هم دواړو هیوادونو په افغانستان کې لویې پانګونې کړي دي. یوه چینايي شرکت د لوګر د عینک د مسو کان دېرش کلن قرارداد اخیستی چې تر ۳ ملیارد ډالره زیات ارزښت لري او د چین د تېلو ملي کمپنۍ د امودریا د تېلو د حوزې قراراد ترلاسه کړی دی.
د هند د پولادو یو کنسورشیم د بامیان د حاجي ګک د وسپنې کان د څو ملیارد ډالرې پروژې د قرارداد د نهايي کولو په لټه کې دی.
دیپلومات په افغانستان کې د هندیانو لېوالتیا ته په اشارې لیکلي؛ هندیانو منلې چې د افغانستان ملي اردو ته د روسي وسلو د رانیولو پیسې ورکوي. ښايي هند په تاجکستان کې د خپل حضور لپاره هم کار پیل کړي.
هند د کابل په څنډه کې د شوروي اتحاد د وخت د وسلو د یوې فابریکې د بیاجوړولو لپاره له روسیې سره همکاري کوي او همداراز هندیان په خپله خاوره کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزونه ورکوي.
خو دیپلومات مجله په عین حال کې د هند او چین سرحدي اختلافات او د هند په پرتله له پاکستان سره د چین نژدې اړیکې په افغانستان کې د هند او چین د نژدې اړیکو د لارې خنډونه بولي.
محله دا هم وايي، سره له دې چې دواړه هیوادونه په خپل منځ کې زیاتې ستونزې لري خو کېدای شي چې په افغانستان کې د دواړو هیوادونو ګډې ګټې دوی په ډېرو نورو اختلافاتو لاسبري کړي.