تاند- د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام په دوهم ګروپ کې د هند او بنګله دېش ټیمونه مخامخ شول.
پچه هندي لوبغاړو وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
هندي لوبغاړو د بنګالي باولرانو تر سخت فشار لاندې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ټولټال ۱۴۶ منډې جوړې کړای شوې.
بنګالي لوبغاړي هدف ته خورا زیات نژدې شوي ول. د لوبې په وروستیو شېبو کې داسي وخت هم راغی چې ۲ توپونه او ۲ منډې پاتې وې. خو لکه چې د بنګالیانو قسمت ښه نه و.
دا لوبه هند یوازې او یوازې په (۱) منډه وګټله. حال دا چې په اکثرو اټکلونو کې د بنګله دېش بری قطعي بلل شوی و.
دې بري د هند ټیم ته په دوهم ګروپ کې دوهم ځای په برخه کړ. په همدغه ګروپ کې نیوزیلنډ ۳ مسابقې ګټلي او نیمه پایلوبې ته وتلی دی.
استرالیا تراوسه دوې مسابقې کړي، یوه یې بایللې او بله یې ګټلې ده. پاکستان په ۳ سیالیو کې ۲ او بنګله دېش په ۳ سیالیو کې ۳ بایللي دي.
له دې داسي ښکاري چې د استرالیا او هند ترمنځ سیالي به له دوهم ګروپ څخه نیمه پایلوبې ته وتونکی ټیم څرګند کړي.
په لومړي ګروپ کې جنوبي افریقا او انګلیستان هر یوه دوې سیالۍ ګټلي دي. خو سریلانکا په ۲ کې ۱، جنوبي افریقا په ۲ کې ۱ او افغانستان په ۳ کې ۳ بایللي دي.