تاند- هند په دې غور کوي چې ایا د افغانستان د هوايي ځواک د هغو هیلي کوپترو د ترمیم مصرف ورکړي او که نه چې په کابل کې ولاړې دي.
د هند له لوري د افغانستان د څرخکو ترمیم له افغانستان سره د دغه هیواد د پوځي همکارۍ د ډېرېدو معنا لري چې د پاکستان د پارېدو سبب کېږي.
له دې کبله چې پاکستان د افغانستان په مخالفو وسله والو ډلو کې زیات نفوذ لري، دا هیواد له افغانستان سره د هند د هرراز پوځي همکارۍ په وړاندې سخت عکس العمل ښودلی شي.
هند اټکل کوي چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ۷ ترانسپورتي الوتکو او ۱۱ ایم آی ۳۵ څرخکو پر ترمیم او پُرزو نژدې ۵۰ ملیون ډالره لګېږي.
په کابل کې د هند سفیر رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دغه هیواد تېر کال افغانستان ته یو تخنیکي پلاوی واستاوه چې د دغه هیواد د پوځي اړتیاوو جاج واخلي.
افغانستان په ځلونو له هنده غوښتي چې پوځي مرستې ورسره ډېرې کړي.
خو هند په داسي حال کې له افغانستان سره د پوځي همکاریو زیاتولو ته لېوالتیا ښيي چې روسیه او چین هم غواړي چې په افغانستان کې خپل نفوذ ډېر کړي.
له همدې کبله په کابل کې د هند سفیر وايي«موږ د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ستونزو په تېره بیا په یوه برخه یعني د هوايي ځواک د ستونزو د حل کولو په حد کې هڅه کوو. موږ په دې فکر کې یوو چې په دې برخه کې څرنګه مرسته کولی شو. دوی ډېرې ولاړې او له کاره لوېدلي جنګي هیلي کوپترونه او ترانسپورتي الوتکې لري او موږ غواړو چې ترمیم یې کړو.»
ده همداراز وویل چې د هند حکومت به په دې اړه په راتلونکو څو میاشتو کې پرېکړه وکړي چې دا وړاندیز تاییدوي او که نه.
د افغانستان د هوايي ځواک ټولې پخوانۍ الوتکې د پخواني شوروي اتحاد د وخت دي خو لوېدیځوالو پر روسیې د اوکراین د خاورې د یوې برخې (کریمیا) د نیولو په خاطر بندیزونه لګولي دي.
د نجیب الله د حکومت تر نسکورېدو وړاندې د افغانستان هوايي ځواک په سلګونو جنګي او ترانسپورتي الوتکې لرلې خو مجاهدینو ویجاړې کړې.
په زرګونو ټانکونه، الوتکې او پوځي ګاډي د دې لپاره ویجاړ شول چې وسپنې یې پاکستان ته یووړل شوې.