تاند نیوز ډیسک: په هند کې د نیېچر بیسټ په نوم د افغانستان د کرنیزو توکو دوه ورځنی لوی نندارتون نن (جمعه- جون ۲۱) پرانیستل شو.
په دې نندارتون کې د افغانستان وچې مېوې، تازه مېوې، د طبي درملو بوټي، شات او زعفران نندارې ته ایښودل شوي دي.
د نیچر بیسټ په نوم دا نندارتون د امریکا پراختیایي ادارې او د سوداګریزې بڼوالۍ په مرسته د افغاني تولیداتو د بازار موندنې په هدف جوړ شوی دی. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وایي، د ممبۍ ښار د دغه نندارتون په ۵۷ غرفو کې افغاني تولیدات ایښودل شوي چې ۸۰۰ سوداکرو ورته د راتګ نوملیکنه کړې ده.
رستمي دا نندارتون افغاني محصولاتو ته د بازار ښه فرصت بولي او په اټکلي ډول وایي، افغانستان تمه لري د ۳۰ میلیونه ډالرو قراردادونه له دې نندارتونه راوړي.
افغانستان تر دې وړاندې هم د هند په نړیوال نندارتون کې د خپلو لاسي توکو او تولیداتو لپاره ۶۰ غرفې ترلاسه کړې وې او ښه هرکلی یې شوی و.