تاند- هند هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زرګونه افغانانو پناه وروړې ده.
په دغه هیواد کې مېشت کډوال د ژوند له شریطو شکایت لري او وايي، هغوی چې راجستر نه دي ماشومان یې له تعلیم او لویان یې د کار له حقه محروم دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۱ کال له دسمبر څخه تراوسه پوري په دغه هیواد کې اتلس زره افغانان د مهاجرو په توګه ثبت شوي خو څرګنده نه ده چې څومره نور به نا ثبت شوي مهاجر افغانان په هند کې اوسي.
هند ته اکثره تللي افغانان له ستونزو سره مخامخ دي، نه د کار جواز لري، نه یې ماشومان ښوونځیو ته تللی شي او حتي ټېلفون هم نه شي لرلی.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په هند کې د ملګروملتو د مهاجرو شنه کارتونه د افغان مهاجرو لپاره له ساه ایستلو پرته بل هیڅ امتیاز نه لري.
په ډیلي کې د افغانستان د سفارت مرستیال اشرف حیدري وايي، په هند کې افغان کډوال مرستې او نورې پاملرنې ته اړتیا لري.
کډوال وايي چې هند ته تګ د دوی ژوند له خطره ژغورلی خو ګڼې نورې ستونزې ورته پیدا شوي دي.
اکثره افغانان د انساني قاچاقبرو له لوري په خطرناکو لارو بهرنیو هیوادونو ته وړل کېږي.
ملګري ملتونه په هند کې راجستر شویو افغان کډوالو ته یوه اندازه مرستې ورکوي.
د ملګروملتو په وینا په هرو درو میاشتو کې هرې کورنۍ ته ۱۷ زره ۳۵۰ هندي روپۍ، چې ۲۸۵ ډالره کېږي، ورکوي. خو دا پیسې د یوې کورنۍ د کور د یوې میاشتې کرایه، چې لږترلږه ۱۲ زره روپۍ کېږي، نه شي پوره کولی.
د بې اسنادو مهاجرو ماشومانو ته په هندي ښوونځیو کې داخله نه ورکوي، هغوی چې د کار جواز نه لري، په هند کې کار نه شي کولی خو له دې سره سره ځیني کډوال افغانان په دوکانونو کې په لږه اجوره غیرقانوني کار کوي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې په هند کې یې د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه هڅه وکړه چې له هندي چارواکو سره تماس ونیسي خو هغوی حاضر نه ول چې په دې باب څه ووايي.
د ملګروملتو له هغه راپور سره سم چې تېره میاشت (جون) خپور شو، تېر کال د نړۍ په ۸۲ هیوادونو کې دوه ملیونه او شپږ لکه افغان کډوال ثبت شوي دی.
له ۱۹۷۹ میلادي کال را په دې خوا د افغانانو مهاجرت پیل شوی. په اتایمه لسیزه کې په ایران او پاکستان کې تر شپږ ملیونه زیات افغانان مهاجر ول. اوس هم تر ټولو زیات افغان مهاجر په پاکستان او ایران کې دېره دي.
هند او افغانستان تاریخي اړیکې لري، د هند فلمونه په افغانستان کې ډېر مینه وال لري او حتي د افغانستان اوسني ولسمشر په هند کې لوړې زده کړې کړي دي. پر دې سربېره دواړو هیوادونو په خپل منځ کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی او هند په تېرو دوولس کلونو کې له افغانستان سره د سړکونو، ښوونځیو او کلینیکونو د جوړولو لپاره شاوخوا دوه ملیارد ډالره مرسته کړې ده.
جمعیت کفر از پریشانی ماست / آبادی بُت خانه ز ویرانی ماست
اسلام به ذات خود ندارد عیبی / هر عیب که هست در مسلمانی ماست