during the ICC World Twenty20 India 2016 Group 2 match between New Zealand and India at the Vidarbha Cricket Association Stadium on March 15, 2016 in Nagpur, India.

تاند – د شل اورونو د کرکټ د نړیوال جام د دوهم پړاو په لومړۍ لوبه کې کوربه هیواد هند سخته ماتې وخوړه.

هند د سې شنبې په ورځ په ناګپور کې له نیوزیلنډ سره مسابقه وکړه. لومړی بیټینګ نیوزیلنډ وکړ چې په شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۱۲۶ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ تر منډو وروسته مبصرینو همدا خبره کوله چې ورو توپ پر دې میدان څرخي خو نیوزیلنډ ډیر لږ هدف ټاکلی دی.

کله چې هند لوبه پیل کړه د هند لوبغاړي د سپین یا ورو توپ اچوونکو توپونو ته ټینګ نه شول او ټول لوبغاړي یې د ۷۹ منډو له جوړیدو سره په ۱۸ اوور کې اوټ شول.

له دې سره دا لوبه نیوزیلنډ د ۴۷ منډو په توپیر وګټله. نیوزیلنډ یو کمال کړی و، څلور سپین باولران یې ولوبول، سنتڼیر په څلور اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې او ۴ ویکټې یې واخیستې، سوډي په څلور اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې درې لوبغاړي یې وسوځول.

هند په خپلو تیرو ۱۲ شل اوره لوبو کې دا دوهمه ماتې ده چې ویې خوړه. هند هغه ټیم دی چې د روانې اونۍ له پیل راهیسې یې د کرکټ مبصرین د هغه په اړه وایي چې روان جام لوبې به ګټي. له هند سره په ګروپ کې پاکستان، استرالیا او بنلګه دیش دي. او له دې ګروپه باید دوه ټیمونه نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

لومړي باخت د هند لاره سخته کړې خو وګورو چې له استرالیا او پاکستان سره به څرنګه لوبه وکړي. لومړی باخت د لوبغاړو پر روحیې هم منفي اغیز شیندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *