تاند – هند افغانانو ته د ویزې په برخه کې یو فوق العاده امتیاز اعلان کړ او ویې ویل چې هر هغه څوک چې د افغانستان تابعت لري د بشري خواخوږۍ له کبله کولی شي چې د دوو کلونو په مخه په هند کې پاتې شي.
د هند د کورنیو چارو د وزارت له اعلان سره سم به دغه نوی قانون د جولای له لومړۍ نیټې وروسته نافذ وي.
د دې تګلارې له مخې به د هند حکومت افغانانو ته اجازه ورکوي چې تر دوو کلونو په هند کې پاتې شي. هغه کسان چې عمرونه یې تر ۶۵ کلني زیات دی هغوی دې د نوي قانون له مخې هغوی دې ته اړ نه دي چې د پولیسو د سپیناوي مکتوب واخلي. دغه استثنا
محصلانو، ناروغانو او سوداګرو ته هم په پام کې نیولې شوې ده.
د راپور له مخې دغه تسهیلات تر اوسه د ډیلي د پولیسو په مرکز کې نیول شوې دي. د دې لپاره چې له دې اسانتیا غیرقانوني استفاده ونه شي نو د ویزې اخیستونکې د لاسونو نښې اخیستل کیږي او د هغه عکس په کمپیوټر کې ثبت کیږي.
هند ته هر کال په سلګونو افغانان د تحصیل لپاره ځي او د هغه افغانانو شمیر زرګونو ته رسیږي چې هر کال هند ته د درملنې لپاره ځي.
د کابل – ډیلي ټکټ دې ارزان کړي.
هندوستانه ژوندی اوسې. همیشه دې له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته کړې ده! رنګ دې د پاکستان ورک شي هسي په نوم پاک دی خو په اصل کې فک دی…