فریدون خوځون

پر افغان پوځ د هند پانګونه پخپل امنيت يې پانګونه ده!

نوي ډيلي له افغانستان سره د ستراتېژیک تړون له مخې د پوځي مرستو هوډ کړی دی. د نوي ډیلي د دفاع وزیر د هغه هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلی، چې هېواد یې افغانستان ته د پوځي مرستو د ورکړې ارزونه کوي.

د هند دغه لوړ پوړي پوځي چارواکي ویلي، چې هند او افغانستان ستراتيژیک تړون لاسلیک کړی، چې دوه اړخیزې پوځي مرستې یې هم یوه برخه ده.

د کابل ـ نوي ډیلي تر منځ د شوي ستراتېژیک تړون له مخې هند متعهد دی، چې د افغان ځواکونو د تجهیز، روزنې او ظرفیت جوړولو په برخه کې له کابل سره مرستې وکړي.

هندي دفاع وزیر زیاته کړې، چې دا مرستې د افغان دولت د غوښتنې په پام کې نیولو سره تر سره کېږي. ولسمشر کرزي څه وخت وړاندې هند ته په خپل رسمي سفر کې له نوي ډیلي نه وغوښتل، چې له افغان پوځ سره د سپكو او درنو وسلو مرسته وکړي او د دې مرستو یو لېست یې هغه هېواد ته وسپاره.

که څه هم چې هغه مهال هندي چارواکو اعلان وکړ، چې د کابل غوښتنليك به وڅېړي؛ خو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید وویل، هند له افغانستان سره د درنو پوځي مرستو هوډ نه لري.

خو هندي چارواکي دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په کشمیر کې د هند او پاکستان تر منځ په ګډه پوله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړو زور اخیستی او دواړه لوري پر یو بل د بریدونو ادعاوې کوي. دغه راز څه وخت وړاندې په جلال اباد ښار کې د هند په قونسلګرۍ برید وشو، چې هندي چارواکو یې پړه پر پاکستان واچوله او ویې ویل، چې پاکستان پر هندي قونسلګرۍ د برید پلانوونکي ته پنځه سوه زره کلدارې ورکړې دي.

هند تر اوسه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو كې کابو دوه ملیارده ډالره مرسته کړې او په ۱۳۹۰ کال کې افغانستان او هند په خپل منځ کې ستراتېژیک تړون لاسلیک کړ.

هند سره له دې چې له پاکستان سره رقابت لري په افغانستان کې یې د نظامونو ملاتړ کړی، مرستې یې ورسره کړي او له مثبتو لارو یې غوښتي چې په افغانستان کې پرمختګونه وشي. ځکه هند وېره لري چې نا امنه افغانستان یې په زیان دی.

پاکستان هم په افغانستان کې تل هڅې کوي چې د هند د نفوذ مخنیوی وکړي، پاكستان بيا تل د افغان دولت له مخالفانو سره مرستې كړې دي او د دولت د پرځولو او كمزوري كولو اجنډا يې پرمخ وړې ده.

هند په افغانستان کې د بیارغونې، ظرفیت جوړونې، برېښنا او کانونو په برخه کې مرستې کړي او لا هم دوام لري؛ خو پاکستان بیا په دې نامه چې تر څو په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي، په افغانستان کې یې د هند په ګټو مستقیماً بریدونه کړي، هندي انجنیران یې وژلي، د هند سفارت او قونسلګرۍ یې تر بریدونو لاندې نیولي او حتی په خورا سپین سترګۍ یې له افغان حکومته غوښتي چې په کندهار، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو کې د هند قونسلګرۍ وتړي.

دغه راز ویل کېږي، پاکستان چې کله افغان حکومت ته د خپلو شرطونو يو لېست وسپاره او ويې ويل، که یې افغان حکومت ومني پاکستان به ورسره د سولې په برخه کې مرسته وکړي، په یاد لېست کې چې د پاکستان د هغه مهال لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ولسمشر کرزي ته سپارلی و، یوه غوښتنه یې دا وه چې افغانستان دې له هند سره دوستي او اړیکي پرې کړي.

پاکستان د خپلې دې غوښتنې د پوره کولو لپاره تل له وسله والو ملاتړ کړی، په افغان حکومت کې د نفوذي اشخاصو د پیدا کولو هڅه يې کړې او له بېلابېلو لارو یې ګټه اخیستې ده.

خو هند په افغانستان کې د پاکستان پر سفارت، قونسلګریو او نورو ګټو بریدونه نه دي کړي او نه یې په افغانستان کې له وسله والو په ځانګړي ډول له هغو وسله والو چې د پاکستان خلاف دي، ملاتړ کړی دی. هند سره له دې چې په اسانۍ کولای شي له بلوڅو بېلتون غوښتونکو او یا هم په کراچۍ کې له ام کیو ام یا د مهاجرو له غورځنګه ملاتړ وکړي؛ خو تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی او له حوصله مندۍ یې کار اخیستی دی.

په حقیقت کې په افغانستان کې د ټولو هېوادونو ترمنځ رقابتونو چې افغانستان یې د سیالۍ ډګر ګرځولی موږ ته د منلو وړ او زموږ په ګټه نه ده؛ خو د پاکستان دښمنۍ خورا زیانمن کړي یو.

د دې زیانمنېدو یو سبب د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو کمزوری حالت دی، چې نشي کولای له پاکستانه د را اوښتونکو وسله والو مخه ونیسي.

له یوې خوا افغان ځواک پوره روزل شوی نه دی او له بلې خوا د امکاناتو او تجهیز په برخه کې هم پوره ستونزې لري؛ نو دا د هند لپاره یو ګټور چانس او ښه فرصت دی؛ څو له افغان ځواکونو سره د درنو وسلو، الوتکو او نورو مهمو تجهیزاتو مرسته وکړي، څو افغانستان د دې جوګه شي چې خپله خاوره وساتي. په دې کار سره به د پاکستان لاس هم پر هندي ګټو له بریدونو لنډ شي.

هند د نړۍ د لسم اقتصاد او په چټکۍ د مخ پر ودې هېواد په توګه کولای شي، چې له افغان ځواکونو سره د درنو وسلو مرسته وکړي، چې دا کار د هند د ملي امنیت لپاره هم خورا ګټور او اغېزناك دی. هند او روسیه اندېښنه لري چې د افغانستان بې ثباتي پرې پوره اغېز کولای شي او دغه هېوادونه هم نا امنه کوي، نو پر افغان پوځ پانګونه به يې په حقيقت كې پخپل امنيت پانګونه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *