تاند- د هند پخوانی مرستیال ولسمشر او په ملګروملتو کې د دې هیواد پخوانی استازی وايي، هند د افغانستان د حکومت د حساسیتونو په خاطر نه غواړي چې له افغان طالبانو سره خبرې وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دې هیواد پخواني مرستیال ولسمشر حمید انصاري او په ملګروملتو کې د هندوستان پخوانی دایمي استازی چینمایا ګارخان په یوه لیکنه کې ویلي چې د افغانستان د حکومت د حساسیستونو له کبله هند له طالبانو سره له مخامخ تماسونو ډډه کړې ده.

دوی په خپله ګډه لیکنه کې، چې په (هندو) ورځپاڼه کې خپره شوې، همداراز لیکلي، تر څو چې طالبانو د افغانستان د دولت او حکومت مشروعیت منلی نه وي، کابل له دې ډلې سره د نورو هیوادونو د مخامخ خبرو مخالف دی.

هند تل د افغانستان د مرکزي حکومتونو ملاتړ کړی دی. دې هیواد حتي پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې هم د افغانستان له مرکزي حکومت سره اړیکې پاللې او هغه ته یې د افغانانو د استازي په سترګه کتل.

که څه هم د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو له استازو سره د روسیې، امریکا، پاکستان او عربي هیوادونو د چارواکو پر کتنو عکس العمل نه دی ښودلی خو ځینو افغان چارواکو له طالبانو سره د ایران د چارواکو پر وروستیو کتنو اعتراض وکړ او ځینو چارواکو په غیر مستقیم ډول د مسکو غونډه طالبانو ته د مشرعیت ورکولو لپاره هڅه وبلله.

د افغانستان ولسي جرګې هم د شنبې په ورځ له بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د سیمې له هیوادونو وغواړي چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د استازو له حضوره پرته کتنې ونه کړي.

3 thoughts on “هند د افغانستان د حکومت د حساسیت له کبله له طالبانو سره تماس نه نیسي”
  1. شاید دا د هر بنی آدم خصلت وی چي د خپل پلرنی وطن پرته که په بل هر ځای کی اوږد مهاله هستوګنه غوره کی نو خواخوږی ئې هم د مسکون وطن سره ډېره وی خو دا امر اصولاً د ساکن کس د اخلاق او ایمان او احساس او عقیدې د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری
    یو لنډ مثال
    ډېر لږ کسان پېژنو چي په شوروی کی ئې نظامی یا غیر نظامی زده کړی کړی وی او بیا د شوروی د یرغل او کُلّاً د شوروی د موجدیت ضد وی یا ؤ
    همدارنګه ډېر لږ کسان پېژنو چي په پاکستان کی ئې وخت تېر کړی وی او خصوصاً د قدرت د کړیو سره ئې حتی یوازی عاطفی اړیکی درلودلی وی او نن ورځ د پاکستان د خائنانه تګلاری مخالف یا دښمن وی
    همداسی نور ستر هیوادونه هم شاید ددې قاعدې څخه مستثنا نه وی
    امّا هند
    د هند او افغان اړیکی میرې یا د موړ مېړه یا د ناسکه ورور او ناسکه اکا غوندی دی چي دا پېچلی اړیکی تاریخی ریښې لری
    هند ادعا کوی چي د افغان د خاوری په هره لوېشت کی ئې د هندی فرهنګ او مذهب او کلچر آثار پراته دی خو افغان بیا ادعا لری چي د هند پر طلائي تختونو افغان او پښتون حاکمانو حکومتونه کړیدی
    البته تاریخی ادعاوی یوه مقوله ده او د نن ورځی عینی واقعیتونه بله مقوله
    هند او افغان یو بل ته د روس یا شوروی او انګرېز د قدرت د انډول د تحفظ یوه تکیه ګاه وه
    د سالم دولت د درلودلو په صورت کی د هند د امکاناتو څخه اعظمی ګټه پورته کېدای شوای او پورته کېدای شی خو هغه زما زوی هم نن په سلو سیاسی او ټولنیزیو بړوه ګی کی ګرفتار دی او د چین او امریکې او پاکستان سره د توازن د ساتلو په ستره ستونزه اخته دی
    لنډه دا چي نن سبا نه یوازی زموږ ټولنه بلکه تقریباً ټولی بشری ټولنی د (پرون ورځی )په شاعرانه سِحر مبتلاء دی
    نن سبا هر څوک په هره برخه کی وائي چي
    یاره تېر وختونه عجیب د برکت وختونه وه
    وروستۍ خبره
    چي د کَلی د لوی بړوه ارباب نن سبا د هر اړخیز افلاس چیغه تر خوله راوتلې ده نو د نورو وړوکو اربابانو او نوکرانو به څه حال وی
    بناً هند ته ستر هند ویل یوه ستره غولوونکې القاء وی

  2. تاندوالو ورونو سلامونه او احترامات

    بښنه غواړم ځما دغه مخکی تبصره په همدی صفحه کی نشر ته ونه سپاری

    مننه

    د بشري حقونو د څار ډله پر اسدالله خالد د بندیزونه غوښتنه کوي
    ماخپله تبصره دغی عنوان دتبصرو برخی ته ولیږله البته دښاغلی غلام حضرت په ځواب کی

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *