تاند- د هند د ښځو د فوټبال ټیم نن د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم ته ۱۲ پر صفر ماتې ورکړه او په دې ډول د جنوبي اسیا د ښځو د فوټبال د اتلولیو نیمه پایلوبې ته ووت.

د افغانستان ټیم تر دې مخکې پر بنګله دېش هم ۶ پر صفر بایللې وه.

د افغانستان ټیم د جنوبي اسیا په ټیمونو کې د دې لپاره تر ټولو کمزوری دی چې افغان ښځې تر ټولو هیوادونو له زیاتو قیوداتو سره مخامخ دي. ډېرې لږې افغان کورنۍ نجونو ته اجازه ورکوي چې په سپورټي لوبو کې ګډون وکړي.

څه باندې لس کاله پخوا د افغانستان د نارینه وو د فوټبال هم دې ته ورته حال و. افغان ټیم ته ترکمنستان تر ۱۰ زیات ګولونه ورکړي و خو اوس د افغانستان د هلکانو د فوټیال ټیم د جنوبي اسیا په هیوادونو کې لومړی مقام لري.

د جنوبي اسیا د ښځو د فوټبال په مسابقو کې، چې د پاکستان په اسلام اباد کې روانې دي، د هند لپاره بلا دیوي پنځه ګولونه ووهل. په روان تورنمنټ کې بلا دیوي تراوسه پوري ۱۱ ګولونه وهلي دي.

تېر کال د افغانستان د هلکانو د فوټبال ملي ټیم د جنوبي اسیا د فوټبال په پایلوبه کې هند ته ماتې ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *