تاند- هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد حکومت ممکن د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ایم آی – ۳۵ جنګي هیلي کوپترونه واخلي.
(دي هندو) ورځپاڼې نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې هند په دې لټه کې دی چې له یوه درېم هیواد څخه د افغانستان لپاره ایم آی – ۳۵ جنګي څرخکې وپېري.
تراوسه پورې څرګنده نه ده چې هند به له کوم هیواده څو دا ډول څرخکې واخلي.
هند تر دې وړاندې ۴ ایم آی – ۲۵ هیلي کوپترونه افغانستان ته ورکړي چې افغان هوايي ځواک د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد په جګړه کې تر یوه حده استعمال کړې خو د پُرزو د نشتوالي له کبله اوس دا هیلي کوپترونه ولاړ دي.
د راپور له مخې، د هند د دفاع وزارت یوه ډله به د ختیځې اروپا یوه هیواد ته لاړه شي چې ایم آی – ۳۵ څرخکې د افغانستان د هوايي ځواک لپاره په بیه واخلي.
هندو ورځپاڼه وايي، سربیا او اوکراین هغه هیوادونه دي چې ښايي دا هیلي کوپترونه ورڅخه وپېرودل شي.