تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید وايي، ټیکاو لرونکی افغانستان او ایران د هند د انرژي برابرلو ته ډېر مهم دي. د نوموړي په خبره، دغه دواړه هیوادونه کولی شي چې منځنۍ اسیا د هایدروکاربونیک بډایه زیرمو ته د رسېدلو لپاره نوي ډېلي ته ډېره ښه لار اواره کړي.

هغه په کشمیر پوهنتون کې د وینا پرمهال نن ویلي، چې د ایران له لارې له روس او منځنۍ اسیا سره د هند د تړلو په تمه دي، همدارنګه غواړي چې د ایران د چابهار بندر له لارې له افغانستان، تاجکستان او ازبکستان  سره وتړل شي:( هند داسې پټلي هم غواړي چې له ایرانه تر قزاقستان او ترکمنستان سره وتړل شي.)

د هغه په خبره، په دې برخه کې ایران ډېر مهم کیږي او همدارنګه د افغانستان اهمیت هم ډېروي:( همدا وجه ده چې نوی ډېلی د باثباته افغانستان ملاتړ کوي. که په افغانستان کې ټیکاو وی، نو دغه هیواد به د هند او منځنۍ اسیا ترمنځ پل شي.)

نوموړي په دغه درې ورځنی کنفرنس کې چې د منځني اسیا پر اهمیت جوړ شوی دی، دا هیله وښوده چې ایران به له اروپايي ټولنې سره  اټومي کشاله اواره کړي.

د سلمان خورشید په خبره، که ایران له اروپايي ټولنې او امریکا سره د اټومي انرژۍ مسله اواره کړی، نو دغه هیواد به د هند او منځنۍ اسیا ترمنځ هم په مهمه لار بدل شي.

نوموړي په دوحه کې د طالبانو دفتر ته په اشارې سره ویلي چې دغه بهیر څاري:( په افغانستان کې ښکېلو لوېدیزو هیوادونو ته مو هم ویلي چې دغه خبرېې باید د افغانانو په واک کې وی.)

سلمان خورشید پرون هم په سرینګر کې رسنیو ته ویلي و چې امریکا او نړیواله ټولنه به له طالبانو سره په خبرو کې د دوی له سرو کرښو وانه وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *