تاند، شنبه، د حمل ۲۳مه: هند د افغانستان په شمول ۱۳ هېوادونو ته د کورونا د درملنې لپاره هایدروکسي کلوروکوین درمل استوي.

په دغه لیست کې د افغانستان تر څنګ د امریکا، هسپانیا، بحرین، جرمنی، برازیل، بوټان، مالدیپ، بنګله دېش، سیچلس، ماریشس او د ډومینکن جمهوریت نومونه راغلی دي چې هند به ورته درمل واستوي.

د هند د باندنیو چارو وزارت یو چارواکي دموراوي وايي، دوی ته ګڼو هیوادونود دغو درملو فرمایش ورکړی خو هند به د خپلې اړتیا په پام کې نیولو سره سره یو شمېر هیوادونو ته یاد درمل واستوي.

نوموړی وايي، راتلونکې اوونۍ هند لس میلیونه هایدروکسي کلوروکوین ګولیو ته اړ دی په داسې حال کې چې دوی ورته ۳۳ میلیونه ګولۍ زېرمه کړې دي.

د دمو روي په وینا له دوی څخه امریکا ۴ میلیونه او ۸۰۰ زره ګولۍ غوښتي خو برازیل، کاناډا او جرمني ته به پنځه پنځه میلیونه ګولۍ واستوي: (( افغانستان ته ۵۰۰ زره، سریلنکا ته یو میلیون، بوټان ته ۲۰۰ زره، مالدیپ ته هم ۲۰۰ زره ګولۍ استوو.))

د هندي چارواکو په وینا دوی به د هایدروکسي کلوروکوین تر څنګ بریټانیا، استرالیا، جنوبي افریقا لپاره هم ۴۳۰ میلیونه پاراسیټامول ګولۍ تولید او واستوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *