تاند- د هند حکومت د افغانستان د ښاري ترانسپورت د ملاتړ لپاره شاوخوا ۳۵۰ ښاري بسونه ترمیموي.
د هند حکومت د دې هدف لپاره ۲ ملیونه ۲۷۰۰۰۰ ډالره ځانګړي کړي دي.
په کابل کې د هند سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«هند د افغانستان له خلکو او حکومت سره د خپلو مرستو په دوام کې نن موافقه وکړه چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت ته دوه ملیونه او دوه لکه اتیا زره ډالر مرسته وکړي.»
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې له دې مرستې څخه به د افغانستان د ملي بسونو لپاره پُرزې واخیستل شي او ولاړ بسونه به پرې ترمیم شوي.
ټاکل شوې ده چې د هند په مرسته د ۲۰۱۸ کال تر پایه ۳۵۰ ملي بسونه فعال شي.
هند پخوا افغانستان ته څو سوه بسونه ورکړي دي خو د افغانانو د بې کفایتۍ له کبله اکثره بسونه د معمولي عوارضو له کبله له کلونو راهیسې ولاړ دي.
هند ډېر وخت صبر وکړ چې افغانان به په خپله خپل بسونه ترمیم کړي خو وروسته له دې چې ورته څرګنده شوه چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت او د ملي بس اداره دومره ظرفیت نه لري چې خپل بسونه ترمیم کړي نو یې پرېکړه وکړه چې د ترمیم مصرف هم په غاړه واخلي.