تاند- هند د دې لپاره چې پاکستان ته د تروریزم د صادرولو لپاره جزا ورکړي، پر هغو سیندونو، چې پاکستان ته بهیږي، د نویو برېښناکوټونو د جوړولو پلانونو ته زور ورکړی دی.

له هنده ۴ سیندونه لکه سولتج، چناب، اباسین یا انډس، او جهلم پاکستان ته بهیږي. له اباسین سره په اټک کې  کابل سین یوځای کېږي.

پاکستاني رسنیو نن /سې شنبه/ وویل چې د هند دا اقدام به د دوو هیوادونو له وړاندې څخه خړپړې اړیکې لا ترینګلې کړي.

د دوو هیوادونو اړیکې په هندي کشمیر کې د هندي پوځیانو پر اډې د پاکستاني ترهګرو له حملې وروسته دومره ترینګلې شوي چې په وروستیو کلونو کې هیڅکله هم دې حد ته نه وې رسېدلي.

هند او پاکستان د اوبو پر وېش له ۱۹۴۷ م کال راهیسي اختلاف لري.

River of Pakistan and Indiaد هند صدراعظم نریندر مودي پرون /دوشنبه/ وویل چې هند باید د خپلو اوبو له سرچینو لا زیاته استفاده وکړي.

ده دا خبره د هندي پوځیانو پر اډې د سپټمبر د اتلسمې نېټې له حملې یوه اوونۍ وروسته وکړه. هند په دغه برید کې د پاکستان استخبارات او پوځ په لاس لرلو تورنوي او وايي چې بریدګر د پاکستاني استخباراتو له ملاتړه برخمن کسان ول.

په همدې حال کې هندي خبرځایونو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د هند صدراعظم امر کړی چې د برېښناکوټونو د جوړولو پر پروژو دې چټک کار پیل شي ځکه هند غواړي چې له خپلو اوبو سمه او بشپړه ګټه واخلي.

د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو د وېش تړون په ۱۹۶۰ م کال کې لاسلیک شوی خو پاکستان ادعا کوي چې د معاهدې له لاسلیکه وروسته هند پر انډس، چناب او جهلم سیندونو، چې پاکستان ته بهېږي خو اصلي سرچینه یې په هند کې ده، برېښناکوټونه جوړ کړي او تل یې د معاهدې سرغړونه کړې ده.

هند پر دغو سیندونو له موجودو برېښناکوټونو ۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کوي خو دا په داسي حال کې ده چې د جهلم، چناب او انډس سیندونو اوبه د ۱۸ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

One thought on “هند د انرژۍ د تولید او پاکستان ته د سزا لپاره پر ۳ سیندونو برېښناکوټونه جوړوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *