تاند – هند په سیمه کې د وسلو د سیالۍ په سلسله کې د اګني ۱ بالیستیک توغندي ازموینه په بريالیتوب سره وکړه.
هندي رسنۍ وایي چې هندوستان د اګني یو هستوي توکو لېږدوونکی بالیستیک توغندی چې له ځمکې نه ځمکې ته ۷۰۰ کیلومتره لیرې نښه ویشتلی شي نن /د نومبر په ۲۲مه/ وازمویه.
ویل کیږي چې دغه ازموینه د عبدالکلام په نامه ټاپو کې وشوه.
هندي رسنۍ وایي چې دغه ازموینه یې د هند د اردو د ستراتیژیکو ځواکونو د قوماندانۍ د تمریناتو په سلسله کې کړې ده.
اګني ۱ توغندی د نېوېګېشن په پرمختللي سیستم سمبال دی چې کولی شي په نښه ویشتلو کې د لوړې کچې ظرافت او صحت په هکله ډاډ ورکړي.
هندي سرچینې وایي چې اګني ۱ دولس ټنه وزن لري، ۱۵ متره اوږد دی او کولی شي چې یو ټن مواد انتقال کړي.
ویل کیږي چې د هند اردو دغه توغندی ترلاسه کړی دی خو دا لا معلومه نه ده چې کله او د چا په مقابل کې به ترې استفاده وکړي.